د سوریې د مختلفو سیمو د پاکولو لپاره د دغه هیواد د ترهه ګرو په خلاف د سوریې دپوځ عملیات هماغه شان روان دي.
د ایرنا خبري اژانس د ننني راپور له مخې دسوریې پوځ په یو لړ عملیاتو کې په شرقي غوطه ، د دمشق په جنوب او شمال کې د تره ګرو یو لړ پټنځایونه وران کړل او یو شمیر یې ووژل .
د سوریې د پوځ پرله پسې کامیابیو ته په پام سره د سوریې ازاد پوځ په نامه ډله د جګړه مارو د کموالي په وجه ځوانان له پوځ سره جنګیدو ته مجبوروي.
په حمص کې هم نن زیات شمیر ترهه ګر د سوري ځواکونو په غلچکۍ حمله کې ووژل شول .
دا په داسې حال کې دي چې د سوریې پوځ په سلطانیه، لویدیځ سلام او ختیځ سلام سیمو کې چې دحمص ولایت برخې دي امنیت ټینګ کړی دی. په جبهة النصره ، او د لاذقیه ولایت په مختلفو سیمو کې د پوځ په مختلفو علمیاتو کې هم زیات شمیر ترهه ګر وژل شوې دي.
دا په داسې حال کې دي چې له ترهه ګرو سره دجنګ له پیلیدو د دوو کلونو له تیریدو وروسته د سوریې دولت د ترهه ګرو لخوا د ورانو شویو سیمو بیا رغاونه پیل کړې او د دې کار لپاره یې یو نیم سل میلیون ډالره بیل کړې دي.
Add new comment