په عربستان کې د څلورو شیعه ښاریزو ظالمانه محاکمه
په عربستان کې یوې محکمې، ددغه هېواد څلور ښاریز شیعه ګان په چټي تورونو سره په زندان محکوم کړل.
د العالم خبري چینل د خبر له مخې، په عربستان کې یوې محکمې د العوامیه شیعه میشتې سیمې څلور استوګن چې په دې سیمه کې د خلکو له سوله ییزو اعتراضونو وروسته نیول شوي دي، له یو تر څلورو کالو بند محکوم کړل.
د محمد آل مصلاب په نوم، د العوامیه سیمې ښاریز په څلور کاله بند، جلال القطان په درې کاله، علي القطان په دوه کاله او حسین آل عریف په یو کال او څلور میاشتو بند محکوم شوي دي.
Add new comment