د حضرت رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم ) څوارلس ورځي بيماری
علماؤ د سير ذکر کړيدي چي حضرت رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم ) څوارلس ورځي بيماره ؤ او په دغو ورځو کښي مختلفي واقعې او پيښي منځته راغلې
حضرت أم سلمه ( رضي الله عنها ) د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) د سر و بالښت ته راغله او د إسلام د پيغمبر مبارک شونډان ښوريدل ، حضرت أم سلمه فرمايي چي ما ددې دپاره دده و مبارکي خولې ته غوږونه ورنژدې کړل چي دده مبارک له خولې څخه هغه څه واورم کوم چي دَی يې وايي ، نو له ده مبارک څخه مي واوريدل چي داسي يې ويل:
اې پروردګاره ! ځما أمت د دوږخ له اور څخه خلاص کړه او د قيامت د ورځي حساب پر دوۍ باندي اسانه کړه .
بيا ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي اې د خدائ رسوله ! صحت مبارک دي څنګه دئ ، څه حال دي دئ ؟
ده مبارک راته وفرمايل چي اې أم سلمې ! له ما څخه رخصت اخستونکې سه ؛ ځکه نژدې ده چي بيا به ځما ږغ نه واورې ، په دې وخت کښي ناڅاپه حضرت علي راغلئ او د إسلام و پيغمبر ته يې وفرمايل چي يا رسول الله په خوب کښي مي وليدل چي يوه زغره مي اغوستې وي ، ناڅاپه دغه زغره له ما څخه جلا سي او زه بې زغري پاته سم .
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې علي ! هغه زغره زه يم چي ستا پناه ګاه وم ، اوس هغه وخت رانژدې سوئ دئ چي زه به له دنيا څخه رحلت وکړم او ته به تنها پاته سې ، اې علي ! له ما څخه وروسته به ډير مکروه کارونه او تکليفونه و تاته ورسيږي ، نو بايد چي ته تنګدلي ونکړې او د صبر لار غوره کړې او کله چي ووينې چي خلګ دنيا غوره کوي نو بايد ته آخرت غوره کړې او په دې پوه سه ! چي د قيامت په ورځ به د حوض کوثر پر غاړه باندي تر هر چا له مخه ته له ما سره يو ځائ کيږې .
بيا ناڅاپه فاطمة الزهرآء راغله او د إسلام و پيغمبر ته يې عرض وکړ چي يا رسول الله ! خوب مي ليدئ چي د قرآنکريم يوه ورقه راسره وي او له هغې ورقي څخه قرآنکريم وايم ، ناڅاپه دغه ورقه له ما څخه غائبه سي .
د إسلام پيغمبر د خپلي ګراني لور د خوب په جواب کښي وفرمايل چي اې فاطمې ! هغه ورقه زه وم چي نژدې ده چي ستا له سترګو څخه به غائب سم او ته به له ما څخه پاته سې .
په دې منځ کښي حضرت امام حسن او حضرت امام حسين دواړه راغلل او وده مبارک ته يې وويل چي اې ځموږ مبارک نيکه ! موږ دواړو يو ډول خوب ليدلئ دئ چي هغه دادئ چي يو تخت په هوا کښي ځي ، روان وي او موږ تر هغه تخت لاندي لوڅ سرونه روان وو .
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي هغه تخت ځما تابوت او جنازه ده چي خلګ بې واخلي او تاسي به لوڅ سرونه تر هغه لاندي روان ياست .
حضرت أم سلمه فرمايي چي د اسلام د پيغمبر له دغو تعبيرو څخه په أهل بيت کښي چغي او بغاري شروع سوې او د أهل بيتو زړو د إسلام د پيغمبر د فراق له غمه ، د غم او د درد په سکروټو کبابيدل شروع کړل .
© http://www.benawa.com/pashto/library/88_rabi_ul_awal_awo_meelad/12.php#i...
Add new comment