د امریکا خارجه وزیر وویل : واشنګټڼ د سوریې له مخالفانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د خبریالانو د کلب د راپور له مخې جان کیري نن په سوریې کې له ترهه ګرو څخه د امریکا د ملاتړ د دوام خبر ورکړ.
د دغه راپور له مخې جان کیري په یو لړ څرګندونوکې دې ته په پام سره چې امریکا د جنیوا دوه کانفرنس د جوړولو په لړ کې د خپلو اقداماتو پر دوام ژمن دی د سوریې له ترهه ګرو دامریکا د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.
دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د امریکا او روسیې خارجه وزیران په جنیوا کې د دریو ورځو له خبرو اترو وروسته د سوریې د کیمیایی وسلو په هکله سره سلا شول . د دغه موافقې له مخې د سوریې کیمیاي وسلې باید تر نړیوالې څارنې لاندې راشي او تر دوه زره څوارلسم کاله پورې له مینځه یوړل شي.
Add new comment