عربستان په سلګونو بندیان سوریې ته د جنګ لپاره ورلیږلی دی .
د ايتارتاس خبري اژانس د امريکايي ورځپاڼې USA Today د راپور پر اساس ليکلي، چې د ال سعودو رژیم هغه ۱۳۰۰ بنديان ، چې د مرګ په سزا محکوم وو، ازاد کړي او سوريې ته يې د جګړې لپاره استولي دي.
د راپوټونو له مخې، دغو بنديانو ته به يې سزا وبښل شي، که چېرې د بشار الاسد د حکومت پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.
راپور زياتوي، چې د روان کال د اپريل په مياشت کې د سعودي عربستان حکومت ۱۲۳۹ په مرګ محکومو مجرمينو ته وړانديز کړی و، چې د جرم سزا به يې وبښل شي او د دې تر څنګ به يې کورنيو ته مياشتنی معاش هم ورکړل شي.
په راپوټ کې ويل شوي، چې دغه بنديان د افغانستان، مصر، عراق، اردن، پاکستان، سوماليا، سوډان، سوريه، کويټ او يمن ښاریز دي، چې د مخدره توکو د قاچاق، قتل او نور جرايمو په تور په بند کې وو.
Add new comment