مولانا فضل الرحمن وویل امریکا د خپلو ګټو په خاطر پر سوریه حمله کوي .
د پاکستان د جمعیت العلماء الاسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن چې د ملي پارلمان غړی هم دی د خبریالانو په ټول کې د سورېې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، امریکا له دې وړاندې پر عراق هم په ورته تور برید وکړ او ادعاء ېې وکړه چې عراق د ډل وژنې کیمیاوي وسلې لري خو هیڅکله هم امریکا په دې هیواد کې د ډل وژنې وسلې ونه موندې .د مولانا فضل الرحمن په خبره امریکا اوس یو ځل بیا هماغه ډول ادعاء تکراروي او سوریه ېې د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنه کړې وه د هغه په وینا دا یوه خطرناکه سناریو ده چې امریکا غواړي په سوریه د کیمیاوي وسلو د کاریدنې د ادعاء له مخې برید وکړي .د جمعیت علماء اسلام مشر وايي په حقیقت کې امریکا د خپلو ګټو لپاره پر سوریه د حملې پلان لري ، هغه د اوباما په اړه وویل نوموړی د هغو ارګانونو په لاس کې اسیر دی چې د خلکو رایو ته درناوی نه لري او هغوی او اوباماته یواځې د امریکا ګټې مهمې دي . او که اړینه وي ټوله نړۍ د امریکا د ګټو لپاره په خطر کې اچولی شي .د پاکستان د جماعت اسلامي مشر ښاغلي منور حسن هم پرون په لاریون کې د مصر او سورېې له خلکو سره خپل ملاتړ اعلان کړ.دا غونډه په کراچۍ کې جوړه شوې وه او هغه په دې غونډه کې وویل پر سوریه د امریکا برید د مسلمانانو لپآره د منلو وړ نه دی .
Add new comment