له پاکستاني وسله والو سره د خبرو لپاره یو ټول ګونديز کنفرانس

د پاکستان نوي حکومت په دغه هېواد کې له پاکستاني وسله والوطالبانو سره د خبرو اترو او يا د هغوي پرضد د عملياتو د پريکړې لپاره نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد د ټولو سياسي ومذهبي ګوندونو يو ټول ګونديز کنفرانس رابللى دى.
د دې یو ورځني کنفرانس د بحث اصلي موضوع له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لارې چارې لټول او د ترهګرۍ ضد د ګډ دریځ غوره کول دي، چې د بندو دروازو ترشا به پرې خبرې وشي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار احمد د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې په دغه کنفرانس کې به ټول ګوندونه له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو او د قامي امنيت د کړن لارې پرجوړولو خپل وړانديزونه وړاندې کړي او په وينا يې چې د پاکستان د بقا او ثبات په پامنيوي به يوه ټولمنلې کړن لاره جوړه کړي.
په دغه ټول ګونديز کنفرانس کې به د سياسي و مذهبي ګوندونو د استازيو يا مشرانو پر ګډون سربېره ددغه هېواد د پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق کيانى او د استخباراتي ادارې ISI مشر هم ګډون وکړي.
که څه هم د پاکستان د پيپلز ګوند د حکومت پر مهال هم څو ټول ګونديز کنفرانسونه شوي دي، خو د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان د نوي حکومت له خوا رابلل شوى کنفرانس مهم بولي.
د سياسي چارو کارپوه خادم حسين له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ننني ټول ګونديز کنفرانس د ارزښت په اړه وايي:
" په تېرو شويو کنفرانسونو او  دې  کل جماعتي کنفرانس کې لږ ډېر فرق موجود دى. تېر شوو کنفرانسونو کې د سياسي ګوندونو مشرانو ته د استخباراتي ايجنسۍ  مشر يا د پوځ عسکري اسټبلشمنټ مشر کوم بريفينګ نه وو ورکړى، په دې کنفرانس کې دا نوې خبره ده چې دوى به د سياسي ګوندونو مشرانو ته  بريفينګ ورکوي، چې د ملک امنيتي صورتحال څه دى؟ دا يوه نوې او مهمه خبره ده."
همدا راز د پاکستان د جميعت علماء اسلام ګوند _چې طالب پلوى ګوند انګېرل کېږي_ وياند حاجي جليل جان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د نوي حکومت له خوا رابلل شوى کنفرانس به له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پريکړه وکړي او په وينا يې چې دا ځل د پاکستان استخباراتي ادارې هم له وسله والو سره د خبرو اترو ملاتړ کوي:
"د نوي حکومت د طرف نه د ټولو نماېندګانو يوه لويه جرګه يا يوه لويه اى پي سي راغوښتل شوې ده، او په دې باندې دا خبره هم طى شوې چې د حکومت او ادارو [استخباراتي ادارو] هم په دې باندې هم آهنګي پيدا شوې ده، چې د امن لپاره مذاکرات لازمي دي. په دې حواله چې کله دوى [حکومت] ته د ادارو [استخباراتي ادارو] له خوا ګرين سګنل مېلاو شو، چې تاسو اوس د مذاکراتو لاره اختيار کړئ، نو حکومت د ټول ګونديز اعلان وکړ.
نو موږ به په دې غونډه کې دلاېل وړاندې کوو، د امن په حواله به خپل کوششونه کوو، او اميد لرو چې دا جرګه به يوه کاميابه جرګه وي."
په داسې حال کې، چې نن به د پاکستان د ټولو ګوندونو سیاستوال د بندو دروازو ترشا له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو پر حل لارو وغږېږي، خو د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې ښايي پاکستاني وسله وال طالبان به د تېر په څېر دا ځل هم د دغه هېواد د نوي حکومت له خوا د خبرو اترو مشروط وړانديز ونه مني.

Add new comment