د امريکا په سنا کې د سوريې په هکله نن غونډه کيږي.

د امريکا په کنګره کې به نن د سوريې په هکله هغه بحث پيل شي، چې په پای کې به د بارک اوباما حکومت ته د پوځي مداخلې د اجازې ورکولو او يا نه ورکولو پرېکړه وشي.
داسې اټکل کيږي، چې پر سوريه باندې د امريکا لخوا د پوځي بريد لپاره به نن په سنا کې رايې هم ورکړل شي او تر سبا پورې به يې پايلې هم په ډاګه شي.
امريکا د سوريې حکومت پر دې تورنوي، چې د اګسټ په ۲۱ مه نېټه يې پر خلکو کيمياوي وسله کارولې او په پايله کې يې ۱۴۲۹ تنه وژلي. د سوريې دولت بيا دغه تورنه ردوي.

Add new comment