صهیونیستانو بیا هم ۵۵ فلسطيني لمونځ کوونکي ټپیان کړل .

د معا آژانس د راپور له مخې پرون د جمعې په ورځ صهیونیستو فوځیانو غوښتل لمونځ کوونکي د لمانځه له ادآء کولو وروسته په زور له اقصی جومات وباسي چې د لمونځ کوونکو له غبرګون سره مخ شول خو صهیونیستو فوځيانو په پلاستیکي مرمیو پر هغوی حمله وکړه او اوښکې بهوون:ي ګازونه ېې هم پرې وکارول چې په پایله کې ېې ۵۵ لمونځ کوونکي ټپیان شول .
صهیونیستانو ۱۵ نور فلسطینیان زنداني کړي هم دي .
که څه هم صهیونیزم څو وخته وړاندې د ۲۶ فلسطیني بندیانو آزادولو ته دومره خبري پوښښ ورکړ چې دا عمل ېې له فلسطینیانو سره خواخوږي وبلله خو دا رژيم په ورځني ډول یو شمیر فلسطینیان زنداني کوي او د هغوی کورونه هم ورته نړوي .
همدا اوس مهال کابو ۵۰۰۰ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې په بد وضعیت کې شبې سبا کوي .

Add new comment