دپاکستان په لاهور کښې دالقاعده ډلې یو مهم قوماندان نیول شوی .
(ایران پښتو ريډیو) دپاکستان جاسوسۍ ادارې دیوه پوهنتون په لیلیې کښې دالقاعده ډلې یو مهم قوماندان ونیوه .
دپاکستان استخباراتو وویل دالقاعده ډلې دغه قوماندان لاهور ښار ته په فیداین ماموریت ورغلی وو کوم ته چې دمحصیلینو یوه مذهبي تنظیم پناه ورکړي وه .
په لاهور کښې نیول شوي القاعده قوماندان په پنجاب صوبې کښې دترهګرو اقداماتو دترسره کولو دنده سپارل شوي وه .
په لاهور کښې دالقاعده نیول شوي قوماندان مخکې هم دپاکستان په قبایلي سیمو کښې د ترهګرو او ورانکارو اقداماتو مشري کړي ده .
دالقاعده ډلې دغه خارجي غړی له کوم ډول ورانکاروحملو او اقداماتو ترسره کولو وړاندې ونیول شو .
بل خبرداچې دپاکستان پولیسو په پلازمینې اسلام اباد کښې دپلټنې دعملیاتو په وخت له یوه کور څخه یو شمیر چاودیدونکي مواد کشف او شنډ کړل .
داسلام اباد پولیسو په عملیاتو کښې په چاودیدونکو موادو سربیره یو شمیر ډیټو نیټرز ، شل (۲۰)کلاشینکوفونه ، څلور(۴) تماچې ، لاسي بمونه او وایرلیسونه کشف کړل .
په اسلام اباد کښې له دغه کور څخه په ریموټ کنټرول سره کار کونکي دجاسوسۍ الې ،دلوبو شیان چې له چاودیدونکو موادو ډک وو او په ریموټ کنټرول سره کنټرولیدونکي الوتکې هم کشف شوي دي .
دپاکستان داسلام ابا پولیسو وویل دریموټ کنټرول الوتکې دترهګرو اقداماتو دترسره کولو لپاره دنوي تاکتیک دکارولو لپاره یوه چاره ده.
بل خبر دا چې دپاکستان دخیبر پښتونخواصوبې مرکز پیښور ته نږدې په متنو سیمه کښې بیګا دکویټه دیوه وسیدونکي نصرالله په ګاډي دوسله والو کسانوپه ډزو کښې اته (۸) کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي .
Add new comment