د انقلاب معظم لارښود د خبره ګانو شورا له غړو سره وکتل .
د انقلاب معظم لارښود ټينګار وکړ امریکایان په سوریه کې د خطا او تیرونې په حال کې دي نو په همدې اساس به پر ځان ګزار هم احساس او په پریکنده ډول به ضرر وکړي .
د اسلامي انقلاب لارښود حضرت آيت الله خامنه ايي د خبره ګانو رهبرۍ شورا له غړو سره په لیدنه کې د خپلو ګټو په اساس د استکبار د جبهې له خوا د سیمې د مسایلو د حل په موخه د هغوی هڅو ته په اشارې سره څرګنده کړه په سیمه کې د استکبار د جبهې شتون یرغلیز ،زور غواړی،امتیاز غوښتونکی او د دې شتون په وړاندې د هر ډول مقاومت د له منځه وړلو په موخه دی خو د استکبار جبهه نه ده توانیدلې چې مقاومت له منځه یوسي او له دې وروسته به هم په دې ونه توانیږي .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود په سیمه کې د استکبار اصلي موخه د صهیونیستي رژیم په چورلیز پر سیمه تسلط وباله او زیاته ېې کړه د سورېې وروستۍ پيښې چې د کیمیاوي وسلو د کاریدنې په پلمه پيل شوې په همدې موخه پيل شوې خو امریکایان هڅه کوي داسې وښيي چې دې موضوع ته د بشر پالنې په موخه دا هڅې کوي .
آیت الله العظمی خامنه ايي همداراز د سني تر نوم لاندې د تکفیري او مزدورې یوې ډلې او همداراز د شیعه تر نوم لاندې دیوې بلې ډلې مزدورانو فعالیت ته په اشارې سره څرګنده کړه د شیعه اوسني عالمانو مشران باید متوجه واوسي چې د اسلامي ډلو تر منځ اختلاف اچول د نویو جبهو جوړیدونو او له اصلي دوښمن د غفلت لامل نه شي .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود اسلامي ویښتیا ته هم اشاره وکړه او زیاته ېې کړه دا تصور چې اسلامي ویښتیا له منځه تللې یو غلط تصور دی ځکه چې اسلامي ویښتیا پر ځان د باور د حس په القاء کولو او پر اسلام په تکېې سره په اسلامي ټولونو کې د پراختیا په حال کې ده خو هغه څه چې اوس مهال پيښیږي د اسلامي ويښتیا په وړاندې د استکبار د جبهې او د هغوی په سر کې د امریکا غبرګون دی .
هغوی همداراز د مصر د بدلونونو په اړه څرګنده کړه که په مصر کې له اسرائیلو سره د مبارزې شعار شتون درلودی د امریکا د ژمنو په وړاندې پاتې نه راتلل او پر خپلو اصولو به دریدلي وای او هغه کسان چې د خلکو له خوا د ټاکل شویو کسانو په وړاندې ولاړ ؤ هغوی به هم د منتخبو کسانو خوا ته ورغلي وای د مصر دیکتاتور به هم له زندانه نه خوشی کیدی او د مصر منتخب خلک به هم د محاکمې لپاره زندان ته نه لویدل .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود په دې بیان سره چې اسلامي جمهوري نظام له دریو لسیزودوښمنیو او توطیو وروسته هم د اقتدار نفوذ او توانمنیو له اړخه ډير ځواکمن شوی ټينګار وکړ دا اقتدار د امام خمیني ره د دریدنې پایله ده چې فرمایلي ېې ؤ صهیونیستي رژیم سرطاني غده ده چې باید له منځه لاړه شي
Add new comment