په سیمه کښې دامریکا دپوځیانو شتون بې ثباتۍ زیاتوي
دایران داسلامي جمهوریت دفاع وزیر په سیمه کښې دامریکا دپوځیانو شتون دبې ثباتې دزیاتیدا او دسرزورو او ترهګرو دپیاوړتیا سبب وباله .
مهر خبري اژانس وايي دایران دفاع وزیر حسین دهقان نن په تهران کښې خبریالانو ته په وینا کښې په سوریې دامریکا دحملې داحتمال په باره کښې وویل په سیمه کښې دامریکا دپوځیانو شتون بې ثباتۍ زیاتوي او د امریکا پوځي شتون به په سیمه کښې کړکیچ زیات او ګړندی کړي .
دایران داسلامي جمهوریت دفاع وزیر حسین دهقان په دې خبرې سره چې امریکا په عراق او افغانستان کښې جدي چینلج لري وویل که چیرې امریکا په سوریې حمله وکړي دجنګ پیلول به له دوې سره وي خو دجنګ ختمول به له امریکا سره نه وي .
دایران دفاع وزیر ددغو ادعاګانو په ردولو سره چې ایران به له سوریې سره وسله واله او تجهیزاتي مرسته وکړي وویل سوریه خاصو تجهیزاتو ته ضرورت نلري ځکه چې دغه هیواد ضروري دافع هوا او وسلې لري .
Add new comment