د سوریې پرخلاف د هرډول پوځي اقدام په اړه په تهران کښې د سوریې د سفیر خبرداری
په تهران کښې د سوریې سفیر عدنان حسن محمود له ایرنا سره په خبرو کښې په سوریې د امریکې حمله ناشونې ونه بلله او ټینګار یې وکړ: سوریه به د خپل ولس په دفاع کښې د امریکې هرډول تیري ته پریکنده ځواب ورکړي او په سوریې هرډول تیری به د تیري ګرو لپاره ډیره بیه ولري.
عدنان محمود په سوریې باندې تیری په سیمه کښې د مقاومت په چورلیز تیری وباله او زیاته یې کړه: په سیمه کښې د امریکې او د هغې د ملګرو په جنګ کښې د بریالیتوب لپاره د سوریې د ولس هوډ او ملي روحیه له بل هر وخت نه زیاته پياوړې او لوړه ده.
په تهران کښې د سوریې سفیر د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د استعمالولو په اړه د امریکې او د هغې د انډیوالانو ادعاوې بې اساسه دروغ او په سوریې باندې د حملې لپاره یوه څرګنده پلمه وبلله او وې ویل: امریکې په سوریه کښې د خپلو دسیسو له ماتې وروسته خپله سټراټیجي بدله کړې او پوځي اقدام ته یې مخه کړې ده.
عدنان محمود په دې بیان سره چې د سوریې حکومت د هر ډول کیمیاوي او ډل وژونکو حملو استعمال غندي څرګنده کړه: د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د تحقیق لپاره د ملګرو ملتو د حقیقت لټونکې کمیټې له شتون سره موافقه کړې او له دغې کمیټه سره پوره پوره مرسته کوي.
په تهران کښې د سوریې سفیر همداشان د سوریې په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د هوښیارانه او مقتدرانه دریځونو په قدرونې سره څرګنده کړه: ایران تل د سوریې د ملاتړ او د دغه هیواد د ملي خبرواترو او امنیت په لار کښې ګام پورته کړی دی او په سوریه کښې یې له بهرنیو لاسوهنو سره خپل په ډاګه مخالفت اعلان کړی دی.
ده له سوریې څخه د روسیې د ملاتړ د دلایلو په باب هم وویل: روسیه په دې واقعیت پوهه ده چې که په سیمه کښې ترهګر وده وکړي نو د ټولې نړۍ لپاره به ستونزې جوړې کړي او د انسانیت امنیت او آرامښت به ختم شي.
په تهران کښې د سوریې سفیر څرګنده کړه چې په سوریې د امریکې احتمالي حمله به بې له شکه د سیمې د ځینو هیوادونو د تیلو د ګټې په مالي اډانې سره وي چې په سوریه کښې د تکفیري ترهګرو ملاتړي دي.
Add new comment