الازهر: په شام كې پوځی لاسوهنه يوازې د اسرائيلو په ګټه ده
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له خبری إطلاع رسولو مركز vetogate، یې نقلوی چې په دغې اعلامیې كې د سورئې په ضد د پوځی يرغلونو لپآره د امريكا د ولسمشر باراك اوباما له فيصلې سره په مخالفت ښودلو سره ويل شوی ډی دغه ډول يرغلونه به په اسلامی او عربی هيوادونو د تيريو په معنا وی او نړيواله سوله او امنيت له خطرې سره مخامخ كوی
د اسلامی نړۍ دغه مهم مركز په دغې اعلامیې كې دخپل برخليك اواو دآزادۍ او شفافيت په كمل كې دخپل حاكميت په باب دفيصلې لپاره دسورئې دخلكو په حق په ټينګار سره دهر چا په لاس له كيميائی وسلو استفاده محكوكه كړه
هم دا راز الشرق انټرنيتی سایټ هم راپور وركړ د سوډان خارجه وزارت نن په يوې اعلامیې كې په سورئې كې د هر ډول پوځی لاسوهنې سره د دغه هيواد مخالفت اعلان وكړ او ټينګار ئې وكړ اسرائيل لومړنی لوری دی چې له دغې لاسوهنې به ګټه پورته كړی
په دغې اعلامیې كې د سورئې له ټولو لورو غوښتل شوی دی چې په سورئې كې دې پرديو ته د لاسوهنې فرصت نه وركوی ځكه چې پردی په سورئې كې د شخړې او اختلافاتو څخه په استفادې سره په سيمې كې حتی د سورئې په كنډوالې د بدلولو په بیّه د خپلو سپيرو موخو په لټه كې دی.
د مصر په قاهرې كې هم د سوډان سفارت پرون په يوې اعلامیې كې د سورئې د مشكلاتو پر سياسی حل ټينګار او په سورئې كې له هر ډول پوځی لاسوهنې سره مخالفت اعلان كړی ؤ
په داسې حال كې چې په درستې نړۍكې په سورئې د امريكا له پوځی حملې سره سخت مخالفتونه هماغه راز په زياتيدا دی كره راپورونه ښئ د عربی اتحاد ئې غړی هيوادونه چې نن په قاهرې كې سره غونډ شوی ټآكل شوې چې دسورئې دمسلمان ملت په ضدداسرارئيلو ترڅنګ دامريكا له سر زوريو او پوځی حملې بشپړ ملاتړ اعلان كړی
له دې سره په يووخت انګريز خارجه وزير ويلّّيم هیګ هم په سورئې دامريكا په احتمالی حملې كې ګډون ته ددغه هيواد دپارليمان منفی رائی ته په اشارې سره ويلی ډی نو ر په سورئې كې دانګلستان پوځی اقدام منتفی دی ځكه چې پارليمان ددوی لاسونه پښې وتړلې او په سورئې كې ئې دامريكا په احتمالی پوځی لاسوهنې كې دګډون اجازه نه ده وركړې خو دسورئې له مخالفانوسره به خپلو مرستو ته هماغه راز دوام وركړی .
هم دا راز دهندوستان خارجه وزير سلمان خورشيد هم ويلی دی نوی ډيلی دسورئې د ولسمشر بشار اسد د حكومت په ضد هرهغه پوځی اقدامه چې ملګرو ملتو تائيد كړی نه وی ملاتړ ونكړی
داپه داسې حال كې دی چې دفلسطين بيلابيلو مبارزو ډلو هم په سورئې كې د امريكا د هر ډول پوځی لاسوهنې په باب خبر داری وركړی دی د فلسطين د فتح غورځنګ د مركزی كمیټې يوه مسئول جمال حسن ،د فلسطين اسلامی جهاد مشرانو، د فلسطين د آزادۍ ملی جبهې دعمومی منشی مرستيال عبدالرحيم ملوح او دفلسطين دولسی مبارزې دجبهې دسياسی دفتر مسئول عونی ابوغوش او دفلسطينی پارليمان مرستيال مشر حسن خريشه هم پخپلو جلاجلا څرګندونو كې ويلی ډی په سورئې حمله يوه نه جبرانيدونكی تيروتنه ده او دا په يوه عربی او مسلمان هيواد حمله ګڼی دسيمې امنيت اوثبات په كلی ډول له ګواښ سره مخامخ كوی اوبايد له دغه ډول دسيسو سره درسته اسلامی نړۍ مقابله وكړی
Add new comment