له ترهګرې سره په مبارزې کښې دلویدیځ دوه ګوڼه سیاستونه :-
قدرمنو لوستونکو او اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ دوستانو څرنګه چې تاسو ته معلومه ده امریکا او لویدیځو هيوادونو تل له ترهګرې سره دمبارې لپاره دوه (۲)ګوڼه سیاستونه غوره کړي دي او له ترهګرې یې دخپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره ډیره استفاده کړي ده اوس په دې موضوع یو مطلب لرو چې تاسو پام ورته راګرځوو .
د اوولس زره (۱۷۰۰۰)شهیدانو د ټرور لومړنۍ ملي غونډه داګست دمیاشتې په یودیرشمه(۳۱) نیټه په تهران کښې ترسره کیږي .
دټرور دشهیدانو له کورنیو دجوړې ولسي موسسې په توګه هابیلیان فاونډیشن د لومړي ځل لپاره دایران دحکومتي او غیر حکومتي موسیسو په ملګرتیا سره د اوولس زره(۱۷۰۰۰) ټرور دشهیدانو دملي غونډې دترسره کیدا لپاره اقدام کړی دی .
ددغه غونډې دترسره کیدا هدف دترهګرۍ په ډګر کښې دایران دمظلومیت دښودلو لپاره په ایران او خارج کښې له حقوقي ظرفیت څخه استفاده ده .
()
دایران دمناسبتونو په کال هینداره یا کلینډر کښې د زمري دمیاشتې اتمه (۸)یعني داګست دمیاشتې دیرشمه (۳۰) نیټه له ترهګرۍ سره دمبارزې ورځ نومول شوي ده .
دغه ورځ دمنافقینو دترهګرې ډلګۍ د یوه(۱) ترهګر اقدام یادونه کوي .
دایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب په لومړیو ورځو کښې دمنافقینو دترهګرې ډلګۍ غړیو دلومړي وزیر په دفتر کښې بم چاودنې سره دایران دهغه وخت ولسمشر رجايي او لومړی وزیر باهنر ووژل .
له ترهګرۍ سره دمبارزې د ورځې په توګه دایران دکال هیندارې ددغه ورځې نومول دترهګرۍ په موضوع او له هغې سره دمقابلې په لارو چارو دغور کولو لپاره یو فرصت دی .
دایران ملت داسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په پراخ ډول دترهګرو ډلو له فعالیتونو سره مخامخ شو او دترهګرۍ څه دپاسه اوولس زره(۱۷۰۰۰) قربانیان ددغه تریخ حقیقت سند دی خو خبره داده چې کومو هیوادونو دایران پرضد دترهګرۍ ملاتړ کړی دی او ولې ایران دترهګرۍ په یوه قرباني بدل شو .؟
دمنافقینو ترهګرو تشکیلاتو د ایران داسلامي دبریالیتوب له لومړیو کلونو څخه په وسله والو اقداماتو تکیې سره د ایران داسلامي جمهوریت له حکومت سره مقابله پیل کړه .
دمنافقینو دترهګرې ډلې غړیو له ۱۹۷۹ میلادي کال څخه تر ۱۹۸۱ میلادي کال پورې وخت کښې دایران ډیر حکومتي چارواکي ، انقلابي ځواکونه او عادي خلک ټرور کړل او دغه ترهګرې ډلې دټولو ټرورونو مسولیت پرغاړه واخیست او کله چې منافقین له ایران څخه تښتې ته مجبوره شول دامریکا او اروپايي هیوادونو په ملاتړونو سره یې دترهګرو فعالیتونو لاره غوره کړه او له دښمن سره یې ملګرتیا پیل کړه .
دمنافقینو ترهګرې ډلې مشرانو له سازباز په یوه ډک اقدام کښې لومړۍ دامریکا او اروپايي هیوادونو تر ملاتړ لاندې څه موده په فرانسې کښې تیره کړه او ورپسې په یوې حساب شوي او پلان شوي موافقې سره له فرانسې عراق ته ورغلل چې دایران پرضد په تپلي جنګ کښې دعراق دظالم دیکتاتور صدام حسین له جنایتکار رژیم سره ملګرتیا وکړي او په عراق کښې خپل مرکز جوړ کړي .
دایران پرضد دتپلي جنګ په اوږدو کښې دمنافقینو دترهګرې ډلې فعالیت په دوو(۲) چورلیزونو کښې تعقیبیده .
په دوې کښې یو چورلیز نیغ په نیغه ترهګر اقدامات او په ښارونو دبمباریو او توغندوي حملو لپاره دعراق دصدام تیریګر ژیم ته په مختلفو ښارونو کښط د ایران دحساسو پوځي ځایونو په باره کښې داطلاعاتو ورکول او دجاسوسې نور اقدامات وو .
دایران دولسمشر او لومړي وزیر په دفترونو کښې دبم چاودونو په شان اقدمات او دهغه وخت دولسمشر او لومړي وزیر شهیدول ، په تهران او نورو ښارونو کښې دجمعې په لمانځونو کښې بم چاودنې چې دجمعې لمانځونو دیوشمیر امامانو دشهادت سبب شوې دتهران په جمعې لمانځه کښې دحضرت ایت الله العظمی خامنه اي دټرور هڅه او داسلامي جمهوریت ګوند په مرکز کښې بم چاودنه چې دایران دهغه وخت دقضايي قوې د مسول ایت الله بهشتي په شمول دحکومت د دوه اویا (۷۲)چارواکو او شخصیتونو د شهادت سبب شول او دغه راز دپوځ دقوماندان علي صیاد شیرازي په شمول دپوځ او سپاه پاسداران دیو شمیر قوماندانانو ټرور دمنافقینو دترهګرې ډلې دتورې کارنامې یوه برخه ده .
دفارس خلیج له جنګ وروسته دمنافقینو ډلې غړیو دعراق دجنوب سیمې دخلکو او دغه راز دعراق دکرد میشته سیمو د وسیدونکو په ځپلو کښې هم ګډون درلود او په عراق دامریکا له حملې او دصدام حسین دحکومت له نسکوریدا وروسته هم داشرف کیمپ دختمولو لپاره دعراق دحکومت له ټينګار سره سره دغه کيمپ دمنافقینو د ترهګرې ډلې د ځواکونو دفعالیت او دیره کیدا دمرکز په توګه د امریکا ترڅارنې او ساتنې لاندې ورغی .
دمنافقینو دترهګرې ډلې غړي دایران ددولس زره (۱۲۰۰۰)خلکو په ټرور سربیره په نورو اقداماتو کښې دایران داټومي فعالیتونو په زمینه کښې هم دپردیو لپاره جاسوسې کولې او د پردیو دهدفونو خدمت يې کاوه .
البته په دغه حقیقت کښې شک نشته چې له ترهګرې دامریکا ملاتړ دسیمې په هیوادونو کښې دلاسوهنې لپاره دامریکا دستراتژیو یوه برخه ده .
دجندالله ډلې په نوم دایران دختیځ سیمې ورانکارو ته اړونده ترهګرې ډلې هم دامریکا تر ملاتړ لاندې دترهګرې یوه بله بیلګه ده .
دجندالله ترهګرې ډلې مشر عبدالمالک ریګي دایران دامنیتي ځواکونو په لاس له نیول کیدا وروسته په یو شمیر اعترافاتو کښې ومنله چې دامریکا نیغ په نیغه ملاتړ سره يې په ایران کښې ترهګر فعالیتونه پلان او اجرا کول .
په وروستیو کلونو کښې دایران پرضد دامریکا او انګلستان ترملاتړ لاندې ترهګرو اقداماتو نوي اړخونه وموندل او ترهګرو له ۲۰۱۰ میلادي کا ل څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کلونو پورې وختونو کښې دایران له اټومي موضوع سره اړونده اټومي ساینس پوهان او شخصیتونه هم ټرور کړل .
د۲۰۱۰ ميلادي کال په اپریل میاشت کښې دایران داټومي ساینس پوه مسعود علي محمدي ټرور او ورپسې دایران دڅو نورو اټومي ساینس پوهانو ټرور دایران پرضد او سیمه کښې له ترهګرې په ملاتړ کښې دامریکا دپردې شاته هدفونو ښودنه کوي .
په یوې مقالې کښې چې څه موده وړاندې دانګلستان په اینډي پینډینټ ورځپاڼې کښې خپره شول ویل شوي دامریکا د پخواني ولسمشر جارج بوش دولسمشرې په وخت کښې له ترهګرو ډلو دامریکا مالي ملاتړ خپل اوج ته ورسید او له ترهګرو دامریکا دغه ملاتړ د اوسني ولسمشر باراک اوباما په ملاتړ سره دوام لرلی دی .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۸ میلادي کال کښې دایران داسلامي جمهوریت له حکومت ضد ډلو سره دمرستو لپاره څلورسوه (۴۰۰)میلیونه ډالره بودجه بیله کړه .
نښې نښانې ددې ښودنه کوي چې ددباو دیوه اړم او سیاسي اوزار په توګه هدایت شوي ترهګرې په ځلونو دامریکا لخوا دایران داسلامي جمهوریت پرضد استعمال شوي ده .
په تیرو څو کلونو کښې دغه بهیر دتعریف او بیان شویو فعالیتونو په بڼه دپاکستان ، افغانستان، عراق ، اذربایجان جمهوریت او دفارس خلیج حوزې دځینو عربو هیوادونو په شمول دایران په ګاونډیو هیوادونو کښې دپوځي اډو دجوړولو له لارې تعقیبیږي او دامریکا دجاسوسې ادارې سي ايي ای او داسرایلو دجاسوسې ادارې موساد ګډ فعالیتونه په مالي ، سیاسي او لاجیسټکي ملاتړونو سره دامنیتي دسیسو ، دفتنې د رامینځته کولو او دهدفمنو وژلو په چوکاټ کښې ترسره کیږي .
دترهګرې دجرړې ایستل یو رغنده حرکت دی چې ټول هیوادونه یې په هکله موافق دي خو بل ټکی دادی چې له ترهګرې سره دمبارزې په څرنګوالي نړیواله څارنه په خپله یوه مهمه مسله ده چې باید پام ورته وشي اودځينو هیوادونو دخپل سرو اقداماتو مخه ونیول شي .
حقیقت دادی چې ترهګرې په یوې پراخ بنسټې او سترې ښکارندې بدله شوي ده چې دبشري ټولنې امنیت ته یې ګواښ کړی دی .
د وروستیو کلونو پیښې ددې ښودنه کوي چې ترهګرې هیڅ سرحد نه پیژندي .
خو پوښتنه داده چې دترهګرې له دغه نړیوالې ښکارندې سره د مقابلې لپاره کومې لارې چارې شته .؟
ایا پوځي لارې چارې په یوازې ځان ځواب ورکولای شي .؟
دهغه څيړنې پراساس چې په تیر میلادي کال کښې دامریکا په براون پوهنتون کښې وشوه امریکا دبودجې له خسارې او کمښت سره سره له ۲۰۰۱ میلادي کال راهسې تراوسه پورې درې زره اووه سوه (۳۷۰۰)میلیارډه ډالر په جنګونو لګولي دي اوپه جنګونو ددغو زیاتو پیسو لګولو دوه (۲)لکه پینځه پنځوس زره (۵۵۰۰۰)کسان وژلي او درې (۳) لکه او پینځه شپیته زره (۶۵۰۰۰)نور کسان يې ژوبل کړي دي .
ددغه راپور پراساس دامریکا له جنګونو او لشکر کشیو ملکي خلکو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي .
له دې سره سره دامریکا له ترهګرې سره دمبارزې په ستراتژې کښې هماغه راز له ترهګرې سره د مقابلې په پوځي اړخونو ټینګار لري .
دالقاعده او یا منافقینو ډلو په شان دترهګرو ډلو په هکله دامریکا کړچار ددې ښودنه کوي له ترهګرې سره په حقیقي مبارزې کښې دامریکا سیاست دوکه ورکونکی ، دوه (۲)ګوڼه او انتخابي دی .
امریکا خلکو ته په دوکې ورکونکو دلیلونو سره له ترهګرې خپل ملاتړ پټوي او ملګري ملتونه هم چپتیا غوره کوي .
په داسې حال کښې چې حتی دمنافقینو دترهګرې ډلې دجنایتونو یوه کوچې برخه کافي ده چې لږ ترلږه له هغو معیارونو سره سم چې لویدیځو هيوادونو له ترهګرې سره دمبارزې لپاره بیان او تصویب کړي دي له منافقینوترهګرې ډلې سره جدي چلند وشي خو له دغه ډلې سره دجدي مقابلې پرځاې امریکا دترهګرو ډلو له فهرست څخه ددغه ډلې دنوم په لیرې کولوسره هغه تر خپل ملاتړ لاندې وروستلي ده .
ایا دایران پرضد دترهګرو عملیاتو دعاملانو ، ملاتړو او پلانونکو دتامینونکو لخوا دخپلو خاوروداستفادې په مخنیوي کښې ځنډ او دایران په ګاونديو هیوادونو یا په امریکا او اروپايي هیوادونو کښې دمنافقینو دترهګرې ډلې لپاره دامن ځاې رامینځته کول او له دغه ډلې ملاتړ له ترهګرې سره په مبارزې کښې دنړیوالو ژمنو خلاف ورزي نه ده .؟
څوکلونه کيږي چې لویدیځ هيوادونه په تیره بیا امریکا دترهګرې له اوزاره په ښکاره ډول په مینځني ختیځ کښې استفاده کوي او ایران هم له دغه مسلې خوندي پاتې نه دی او اوولس زره (۱۷۰۰۰)شهیدان په دې باره کښې روښانه سند دی .
دنړیوالې ترهګرې ماهیت او دترهګرو ډلو په وړاندې دلویدیځ دوه (۲)ګوڼه سیاستونه اوس ښکاره شوي دي او دهمدغو سیاستونو په علت په سیمه او دنیا کښې ترهګري زیاته شوي ده .
امریکا، صهیونیسټ رژیم او ځیني لویدیځ هیوادونه کلونه کلونه کیږي چې دټرور او وژلې له حربې دخپلو هدفونو اوګټو دپرمخ بیولو لپاره دیوې وسیلې په توګه استفاده کوي .
په حقیقت کښې له ترهګرې سره دلویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه کړچار ددنیا په سویه د ټرور او دخلکو د وژل کیدا دسیسټاماټیک کیدا سبب شوی دی .
دغه بهیر سبب شوی دی چې ایران په تیرو څلوردیرشو(۳۴) کلونو کښې په دنیا کښې دحکومتي ترهګرې په ترټولو ستر قرباني بدل شي .
دایران اسلامي جمهوریت په ځلونو په ترهګرو اقداماتو په ژورې اندیښنې ښودلو سره چې په تیرو لسیزو کښې دلویدیځ په ملاتړ سره یې دوام لرلی دملګروملتونو له سرمنشي بان کي مون، دامنیت شورا له مشر او نورو اړونده ادارو غوښتي دي په خپلو مسولیتونو عمل وکړي .
دترهګرې د مسلې دمطرح کیدا لپاره یو پوټنیشل یا بالقوه دکوټلیو تشکلونو په چوکاټ کښې د ترهګرې دپاتې کسانو د رول دلوبولو له لارې له ترهګرې سره په مبارزې کښې فعال شتون دی او په دې زمینه کښې دټرور دشهیدانو دیاد او خاطرې د ملي غونډې ترسره کیدل په دې زمینه کښې یو بیلګه اقدام دی چې دنیا ته وویل شي له ترهګرې سره دمبارزې په زمینه کښې نړیوال مسوولیتونه ناانکاریدونکی ضرورت دی .
Add new comment