په کراچۍ کښې له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د حکومت هدفمن پلان
د پاکستان د سند صوبي د کراچۍ ښار د آمنیتي وضعیت په اړه، د دغه هیواد د لومړې وزیر میا محمد نوازشریف لخوا د اندیښنو له څرګندولو وروسته،د دغه هیواد حکومت د جنایتکارو ترهه ګرو پرضد د هدفمنو عملیاتو د اجرا کیدو لپاره د اسلام آباد د هوډ خبر ورکړ .
په کراچۍ ښار کښې د وژونکو ډلو د فعالیتونو او تاوتریخوالو له سختیدو وروسته، د دغه ښار خلکو، سوداګرو او کاروباري خلکو د پاکستان د متحده قومي مومنټ له غورځنګ سره یوځاي، د اسلام آباد حکومت ته خبرداری ورکړ او له پوځ څخه یې وغوښتل په کراچۍ ښار کښې د سولې،ثبات او آمنیت د ټینګولو لپاره په دغه ښار کښې پوځیان ځاي پر ځاي کړي .
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علی خان پرون په اسلام آباد کښې په یوه خبرې کنفرانس کښې ،دغه غوښتنه رد کړه او ويي ویل په کراچۍ کښې د آمنیت او ثبات د ټینګولو لپاره پراخو عملیاتو ته کومه اړتیا نشته .
هغه ټینګار وکړ، د دغه هیواد حکومت د جنایتکارو ترهه ګرو او سړي وژونکو ډلو پرضد د هدفمنو عملیاتو د اجرا کیدو لپاره د اسلام آباد د هوډ لري ،په کراچۍ کښې زیات شمیر جنایتکاران پيژندل شوي او په هدفمنو عملیاتو سره دهغوۍ له شره خلاصیدلاي شو .
د پاکستان د بشري حقوقو د کمیسون د راپور له مخې چې د جولاي په لومړیو کښې خپور شو د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې په کراچۍ کښې په فرقه اي تاوتریخوالو، هدفمنو ترورونو او نښتو کښې ۱۷۲۶ کسان وژل شوي دي .
د پاکستان په مرکزي حکومت سربیره،د دغه هیواد واکمن پيپلز ګوندهم چې د سند صوبايي حکومت یې په واک کښې دی ،په دغه صوبه کښې د پوځ له لاسوهنې سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي په کراچۍ کښې د آمنیت د ټینګولو لپاره د پوځ لاسوهنې ته کومه اړتیا نشته .
په پاکستان کښې د سیاسي ټولنو له نظره د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو په تیره بیا کراچۍ کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدو کښې ګڼ عوامل رول لري ،چې د هغوۍ ماهیت ته په پام سره له دغو ډلو سره د پاکستان د مرکزي اوصوبایي حکومتونو لخوا مقابله سخته ښکاریږي .
ځیني باوري دي، هغه ډلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یې وژونکي ډلي بولي، پاکستاني طالبان او هغه وسله وال دي،چې په دي وروستیو کلونو کښې په تیره بیا په شمالي او جنوبي وزیرستان کښې د پوځ له عملیاتو وروسته له دې سیمو تښتیدلي ،له نورو مرګونو ډلو سره ملګري شوي او د پاکستان تجارتي او اقتصادي مرکز یعنې کراچۍ ښار یې په خونړیو تاوتریخوالو کښې ښکیل کړی دی .
په پاکستان کښې ځیني شناندي ،د کراچۍ خونړۍ حملې،بدله اخیستنه ګڼي ،لکه څنګه چې د پاکستان د ملیشه ؤ قوماندان جنرال رضوان اختر د دغه هیواد لوړې محکمې ته په راپور کښې ویلي دي ،دریمه ډله چې د پاکستان د سند صوبې په تیره بیا د کراچۍ وضعیت یې خراب کړی او خطر کښې یې غورځولی دي، د سیاسي ګوندونو پوځي څانګې دي .
د پاکستان ایم کیو ایم ګوند چې په کراچۍ کښې پیاوړي سیاسي ډله بلل کیږي د دغو تورونو په سر کښې دی او په کراچۍ کښې د آمنیت او ثبات د ټینګولو په خاطر د پوځیانو د دیره کولو لپاره د دغه ګوند غوښتنه ، په نورو د پړو اچول بلل کیږي .
په داسي حال کښې چې د اسلام آباد حکومت په کراچۍ کښې د پوځیانو د میشتولو له دې غوښتنې سره سخت مخالفت دی او غوره ګڼي چې د ځايي او مرکزي حکومتونو په تدبیر سره دغه ستونزه آواره شي ،د پیپلز ګوند په مشرۍ دوو پخوانیو حکومتونو هم له دې چارې سره مخالفت درلوده .
ډګر ته د پوځ له ننوتلو د واکمنو ګوندونو یوه اندیښنه دا ده ،چې باوري دي ، د دې چارې له کبله مرکزي حکومت کمزوری کیږي او پوځیان په سیاسي چارو واکمنیږي.
د پاکستان په سیاسي او آمنیتي چارو کښې د دغه هیواد د پوځ د لاسوهنې اوږدې مخینې ته په پام سره ، واکمن ګوندون د دې مسئلې تکراریدو ته هیڅکله غاړه نه ږدي او غواړي چې آمنیتي چاري د آمنیتي ځواکونو لخوا تر کنټرول لاندې راوستل شي .
په هر حال،داسي معلومیږي چې ځیني لاسونه شته چې نه غواړي پاکستان کښې سوله وي او د دغه هیواد آمنیت ته ګوزار ورکوي او له کورنیو او فرقه اي جنګونو سره یې مخامخ کوي .
البته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغو وروستیو څرګندونو هیلي پیدا کړي چې ویلي يې دي چې وسله وال او وژونکي پیژندل شوي او ډیر زر به پرې هدفمن عملیات وشي.
د پاکستان خلک هیله من دي چې د ترهه ګرو او جنایتکارو له مینځه وړل د پاکستان د حکومت لپاره دومره سخت نه دي آ او نه هم ستونزمن ؤ ،خو تحقق یې بشپړې او جامعي سیاسي ارادې ته اړتیا لري .
Add new comment