په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې .
افغان سر چینې وايي په غزني له برید وروسته په جنوب کې هم په بمي چاودنو کې یو بهرنی عسکر وژل شوئ او دری ټپیان دي .
پرون هم ناټو ویلي ؤ د غزني ولایت په برید کې ېې چې د طالبانو له خوا په پي آر تي تر سره شو یو امریکایی مړ او لس پولندي عسکر ټپیان شوي دي .
افغان چارواکي وايي دا پيښې د قندهار ولایت په دامان او د افغانستان په لودیځ کې را منځته شوې چې له امله یو بهرنی عسکر مړ او دری ټپیان شوي دي .
خو طآلبانو ویلی ؤ پرون ېې په غزني کې د پي آر تي په مرکز د برید پر مهال ۱۰۹ کورني او بهرني عسکر وژلي په لسګونو نور ېې ټپيان کړي ۲ چورلکې ۶ ټانګونه او ۲۰ نور فوځي موټر ېې له منځه وړي
Add new comment