د مینځنی ختیځ د اندیښمنونکیو پیښو په هکله د رهبرۍ د ستر مقام لیدتوګې

سیاسی او اقتصادی شناندو په خپلو ویناو اولیکنو کې د مینځنی ختیځ د سټراټیجیکی سیمې اهمیت په ځلونو بیان کړې دې . دغه مهمه سیمه ډیرې تیلی او ګازی سرچینې لر ی او په دې ډول د تاریخ په اوږدو په تیره بیا په وروستۍ پیړۍ کې تل د استعمار پالو د طعمو لاسونه مینځنی ختیځ په لور اوږده دی . پر دې اساس د افریقا د شمال او د اسیا د لویدیدځ هیوادونه چې مینځنی ختیځ جوړوی ، هغه وخت له خپلو سرچینو او خپلواکۍ ساتنه کولې شی چې پیاوړی حکومتونه ولرلې شی او په پریکنده د استعمار پالو د نفوذ مخنیوې وکړی .
خو له بده مرغه په اوسنی وخت کې د مینځنی ختیځ ځینې هیوادونه اندیښمنونکی پیښې تجروبه کوی . مصر داخلی جنګ په لور روان دې او فلسطین د صیهونیسټ رژیم په وسیله له ۶۵ کلونو نیواکه وروسته هماغه راز د کورونو ورانیدا ، د فلسطینیانو کډوالیدا ، د ځوانانو وژل کیدا او د ماشومانو نیول کیدا وینی . غلیمان په عراق کې د شیعه او سنی ، کرد او عرب ترمینځ د درز په رامینځته کولو پسې دی . د بعث ګوند او تکفیری ترهه ګر د لویدیځو په بې خرته ملاتړونو په اسانۍ سره سختې چاودنې کوی چی پکې په سلګونو کسان مړه او ژوبلیږی .
د رهبرۍ ستر مقام حضر ت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په خپلو وروستیو ویناو کې په منیځنی ختیځ روان حالات اندیښمنونکی وبلل . هغوی په خپلو ویناو کې په مشخصه توګه د مصر ، فلسطین او عراق حالاتو ته اشاره وکړه .
د رهبرۍ سترمقام په دې باور دې چې که د مصر حالات ارامه او باثباته نشی ، نو د داخلی جنګ احتمال به ورځ په ورځ پیاوړې شی . داخلی جنګ د هیوادونو په چارو کې د زبر ځواکونو د لاسوهنې لپاره ښه پلمه ده ، هماغه ډول چې اوس سوریه د امریکا او دهغې د نورو متحدانو او ملګرو په مالی او تسلیحاتی ملاتړونو سره د خطرناکو ترهه ګرو د شتون ډګر ګرځیدلی ده .
د رهبرۍ ستر مقام باورې دې د مصر د ستر هیواد دینی ، علمی او سیاسی شخصیتونه باید موجوده وضعیت په ځیرتیا سره وجاجوی او په سوریه کې د لویدیدځو او اسراییلی ګوډاګیانو د شتون اثار او نښې نښانې وګوری . د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د یوه بل په وړاندې د ولسی ډلو ځیږه ژبه او زور ازموینه په پریکنده بې ګټې ده او ډیر زیات تاوانونه لر ی او باید ډیموکراسی او ولسواکۍ ته پام وشی . د رهبرۍ معظم لارښود ټینګار وکړ د مصر غوټه باید پخپله د مصر خلک پرانیزی . هغوی په دوام کې یادونه وکړه خداې دې نکړی که داخلی جنګ رامینځته شی ، نو د زبر ځواکونو د لاسوهنې لپاره به چې پخپله د یوه هیواد او ملت لپاره تر ټولو ستر مصیبت دی ، پلمه ترلاسه کړی .
هغه نورې غمجنې پیښې چې لسګونو کلونه کیږی د منیځنی ختیځ سیمه یې تاوتریخجنه کړی ده ، په نیواکی فلسطین کې د صیهونیسټ رژیم جنایتونه دی . د مځکې په دې برخه کې خلک په اسانۍ سره د دغه رژیم د دیر غوښتنو قربانی کیږی او امنیت هغه ارزو او هیله ده چې فلسطینیان یې له هغې محرومه کړی دی .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له غاصب صیهونیسټ رژیمه د امریکا او لویدیدځ بې خرته ملاتړونه بیان کړل ، د اوسنی نړۍ یو مصیبت دا دې چې له یوه ښکاره ظلم ، هغه کسان ملاتړ کوی چې له بشری حقوقو او دیموکراسۍ د پلویتوب ادعا او دغه ډول ښکلی او رنګین شعارونه په خله راولی .
د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطینیانو په دوامداره مظلومیتونو اود صیهونیسټانو د بې حده ظلمونو په بیانولو کې وفرمایل ،
د فلسطین له نویاکه د ۶۵ کلونو له تیریدا وروسته تراوسه په دغه مظلوم ملت ظلم ، زور او اجحاف هره ورځ دوام لر ی ، د کورونو ورانول ، د بیګناهو نیول ، له مور او پلاره د ماشومانو جلا کول او له هغو کسانو د جیلونو ډکول چې هیڅ ګناه نلر ی ، او یا یې د خپلې بند او محکومیت موده تیره کړی ده . ،،
تراوسه هیڅ نړیوال اورګان هم ندې توانیدلې یا یې ندی غوښتی چې د اسراییلو د منحوس رژیم د نیواکګرۍ لپاره محدودیت رامیبنځته کړی . د رهبرۍ ستر مقام د فلسېین د کړکیچ په نسبت د خپل ژور خپګان د څرګندولو په ترڅ کې د دغې مسلې په وړاندې د اسلامی نړۍ دنده ډیره مهمه وبلله او ویې فرمایل ، مونږه باوری یو اسلامی نړۍ باید د فلسطین په مسلې کې یوه شیبه هم له خپلې انګیزې تیر نشو او د صیهونیست او د هغه نړیوالو ملاتړو وحشی لیوه غاصبانه عمل وغندو .،،
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتومسولان صلحې ته د رسیدا په چټی هیلې تراوسه د قدس له نیواکګر رژیم سره بیلا بیلې خبرې اترې درلودلی او کوشش یې کړې دې چې په ځان د هغو باور جلب کړی . د دغه حکومت مقامات په دې ګومان دی چې د صیهونیسټا نو د نظر په جلبولو سره د ۶۵ کلن کړکیچ داواری حل لاره پیدا کړی . اوس هم د صیهونیسټا نو او کورواکه تشکیلاتو ترمینځ خبرې اترې ترسره کیږی چې په ډاډمنه توګه له دې پرته به بله نتیجه ونلر ی چې په تیرو خبرو کې ترلاسه شوی وه .
د رهبرۍ سترمقام له صیهونیسټ رژیم سره د کورواکه تشکیلاتو د مخکنیو خبر, اترو د نتیجو په اړه وفرمایل ، د مخکنیو خبرو اترو نتیجه له خپلو حقوقو د فلسطینیانو شاتګ ، تیری ته د تیری ګرهڅول او د فلسطین د خلکو په حقه مبارزو ځپل وو . هغو کورونه ورانوی اود غاصبو او نیواکګرو خلکو لپاره غصبی ودانۍ جوړوی ، په دغو خبرو کې د استکبارلاس پوخ به مطمینا د فلسطینیانو په تاوان دې او دغه خبرې اترې یوازې په فلسطینی اولس د زیات ظلم ، د مسلمانانو او فلسطینی مبارزانو منزوی کیدا سبب کیږی .
عراق د مینځنی ختیځ هغه بل هیواد دې چې د ولسواکه حکومت له جوړیدا راهیسې د لویدیدځ له دیرو دسیسو سره مخامخ دې . په عراق کې د امریکا له ناوړه هلو ځلو او په دغه هیواد کې له ډیرو زیاتو لګښتونو وروسته مستکبرانو د ترور ، د خپلو لاس پوڅو په وسیله د بیګناه خلکو قتل عام او قومونو ترمینځ د درز د رامینځته کولو په شان بشری ضد ابزارونو ته مخه کړی ده . د فرانس پریس خبری اژانس له راپور سره سم د عراق د طبی او امنیتی سرچینو له بیانیو د راغونډو شویو معلوماتو پر اساس له روان میلادی کاله تراوسه په عراق کې په بیلابیلو حملو کې څه د پاسه درې زره کسان وژل شوی دی . څه موده مخکې د ملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون هم په عراق کې د تاوتریخوالیو په تیره بیا د شیعیانو په ضد د حملو د زیاتیدا په اړه وویل عراق د کمر په څوکه ولاړ دې .
حضرت ایت ا... خامنه ای د عراق د حالاتو په اړه په خپلې حکیمانه کتنې کې وفرمایل ، په عراق کې یو حکومت د خلکو د رایو او ولسواکۍ پر اساس رامینځته شوې دې ، خو لکه څنګه چې زبر ځواکونه او د سیمې مرتجع ځواکونه له دغه وضعیته راضی ندی نو غواړی چې د عراق خلک ښه ورځ ونه ګوری . دغه چاودنې ، وژلې ، دغه جنایتکاره ترهه ګری ، په یقینی ډول د ځینو سیمه ایزو او له سیمې وراخوا قدرتونو په مالی ، تسلیحاتی او سیاسی ملاتړنو ترسره کیږی .
د رهبرۍ ستر مقام د غلیمانو له دسیسې د عراق د وتلو لاره له داخلی جنګه د هغو ډډه او زیات اتحاد بولی . هغوی په دې باره کې درستو عراقی مسولانو او د دغې سیمې اغیزمنو ته وفرمایل ، دلته ضروری ده چې عراقی سیاستوالان ، مسولان ، عراقی ډلې ، شیعه او سنی ، عرب او کرد ، هغه وضعیت ووینی چې په ځینونورو هیوادونو کې موجود دې ، اړو د داخلی اختلافاتو او داخلی جنګ نتیجې وګوری چې د یوه هیواد بیخ بینای له مینځه وړی ، د یوه ملت راتلونکې تباه کوی ، په دغو ټولو پیښو کې صیهونیسټ رژیم او د اسراییلو غاصبان لاس لر ی او دغه وضعیت په خوشحالۍ سره تماشه کوی او د ارامښت او اسانتیا احساس کوی ، ایا دا روا ده ؟
د مصر خونړۍ وژله ، په عراق کې د قومی ، مذهبی او قبیله ای اختلافاتو رامینځته کول او د صیهونیسټانو د ظلم په پنجو کې د فلسطین نیول کیدا هغه مسلې دی چې د اسلامی هیوادونو په اتحاد او انسجام سره د اواری دی . له یوه بله د مسلمانانو ملاتړ تل د مستکبرو غلیمانو په وړاندې پیاوړې بند دې او هغو یې له ظلم او تیری ناهیلې کړی دی . خو له بده مرغه کله چې د سیمې ځینې هیوادونه په مستکبرانو پورې تړلی دی او د سوریې د خلکو پر ضد په جنایت کې د هغو ملګری دی ، نو دا تمه نشی کیدلې چې امریکا او د هغې متحدان په اسانۍ سره له منیځنی ختیځ او مسلمانو هیوادونو ووځی .

Add new comment