د پردیو لاسوهنه د سیمې د ستونزو اصلي علت دې.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي نن سهار د عمان د باچاه او ورسره پلاوي په کتنې کې ،د سیمې شرایط له کشالې سره مخ وبلل او وې ویل، ددې وضعیت اصلي علت ، دپردیو بیلابیلې لاسوهنې دي.
هغوي د سیمې یوه خطرناکه مسله، د هیوادونو په سیاسي اختلافاتو کې دمذهبي او فرقه اي مسلو ګډول وبلل و زیاته یې کړه،په خواشنۍ سره د سیمې د ځینو هیوادونو په ملاتړ،یوه تکفیري ډله رامنځته شوې چې له ټولو مسلمانو ډلو سره ښکیله ده .
هغوي جوته کړه،د دې بهیر ملاتړي باید پوه شي چې دغه اور به د هغوي خپله لمنه هم وسوځوي.
د رهبرۍ ستر مقام په دې په ټنیګار سره چې صهیونست رژیم په سیمې کې یو دایمي ګواښ او د امریکا له هر اړخیز ملاتړه هم برخمن دی،جوته کړه،صهیونست فاسد رژیم ،د ډلو وژونکو خطرناکو وسلو د ګودامونو په لرلو سره، دسیمې لپاره جدي ګواښ دی.
هغوي وویل، سیمه عمومي امنیت ته اړتیا لري، او دغه مهم هدف، یواځې د ډلوژونکو وسلو د واقعي بندولو سره تحقق پیدا کوي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي همداراز د ایران او عمان دوستان روابطو او ښه مخینې ته په اشارې سره چې د ایران د ملت په ذهن کې د عمان له حکومت او هیواده پاتې ده،ټینګار وکړ، په بیلا بیلو برخو په تیره بیا د تیلو او ګازو په زمینې کې د د واړو هیوادونو د روابطو د لا پراختیا بیلابیلې زمینې شته دي.
د عمان باچاه سلطان قابوس هم په دې کتنې کې د اسلامي انقلاب له ستر مشر سره له کتنې دخوشحالۍ په څرګندولو سره ، دعمان او ایران روابط، د دواړو کلتوري او تاریخي پیوندونو ته په اشارې سره ډیر ښه وبلل او وې ویل، د ایران د ولسمشر په کتنې کې د اقتصادي ، انرژۍ او ترانزیت په شمول په بیلابیلو برخو کې د روابطو پراختیا وجاجول شوه .
هغه د د سیمو حساسو شرایطو او د صهیونست رژیم ګواښ په هکله ، د رهبرۍ دستر مقام دخبرو په تایید سره وویل، له اوسنیو شرایطو د وتلو لاره ، د سیمې دخلکو د اړتیاوو په نظر کې نیولو او د سیمې د هیوادونو ملګرتیا ته ضرورت لري.

Add new comment