د ایران مرستیال لوی درستیز د سوریې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران مرستیال لوی درستیز، جنرال سید مسعود جزایري نن په سوریه کې د احتمالي پوځي مداخلې له ټاکنې د استفادې په اړه د ځینو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې امریکا د سوریې د جبهې د سرې کرې حدود پېژني او له دې کرښې هرډول تېرېدنه به دامریکا لپاره بدې پایلې ولري.
جنرال جزایري زیاته کړه چې په سوریه کې د ترهګرو شته جګړه، د مقاومت پرضد د امریکا او ځینو عربي هېوادونو له خوا د پلان شویو طرحو لاسته راوړنه ده او ددښمن د جبهې له پراخېدو سره سره به د سوریې دولت او ملت له دې پراخ تېري سره د مقابلې او مقاومت ترڅنګ، ښه بریالیتوبونه هم ترلاسه کړي.
Add new comment