په سورئې پوځي حمله به درستته مینځنی ختیځّ سیمه لانجمنه کړي
فرانس پریس آژانس راپورورکړ دروسیې خارجه وزارت نن په یوې اعلامیې کې ویلی دي خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن دسورئې په چارو کې دملګروملتو اوعربی اتحادئې له ځانګړي استاذي اخضر ابراهیمي سره په ټیلیفونی تماس کې وویل دسورئې دشخړې دحل لپاره دې ډیپلوماټیکې لارې چارې غوره شي چې پوځي لاره به یوازې دسیمې دحالاتو دلابې ثباته کیدا او لانجمنیدا سبب شي .
دسرګئ لاؤروف څرګندونې په داسې حال کې دي چې امریکا ،انګلستان او ځيني نور لودیځوال هیوادونه دسورئې په جنوب کې دتیرې چارشنبې ورځې کیمیائی وسلو حمله ددغه هیواد دحکومت کار ګڼي ، او په دغې پلمې سره په سورئې دپوځي حملې غوښټنه کوي
Add new comment