دتیونس حکومت انصارالشریعه سلفي ډله دترهه ګروپه لیسټ کې شامله کړه

ایکنا خبري آژآنس دتیونس دخبروسرچینوله قوله راپورورکړ دتیونس موقتي لومړی وزیر علی العریض ددې خبرې په کولو سره چې د انصار الشریعه ډلې فعالیت غیر قانونی دی وویل دغه ډله دتیونس دپارلیمان دغړی محمد براهمی او دمخالفانو دیوه مشر شکری بلعید او دغه راز دیوشمیر پوځيانودوژلو مسئوله ده
دتیونس موقتي لومړی وزیر زیاته کړه انصار الشریعه ډله پروژلو سربیره دنشه ایزو موادو اووسلو په قاچاق کې هم فعالیتونه کوي او له االقاعدې چینل سره هم ارتباط لري
علی العریض هغوکسانوته چې له دغې ډلې سره ارتباط لري او خبرداری ورکړ او زیاته ئې کړه دتیونس دترهه ګرو ډلو په لیسټ کې دانصارالشریعه ډلې دنامې له شاملولو وخت راهسې هر څوک چې له دغې ډلې سره اړونده دی ، او یا ورځيني مالی ملاتړ کوي او ددغې ترهه ګرې ډلې دفعالیتونو ملاتړ کوي ، مجرم اومسئول به وپيژندل شي

Add new comment