د اسیا په ختیځ کې د مسلمانانو پر ضدد تاوتریخوالی په وړاندې چوپتیا ولې ؟
په میانمار یا برما کې د روهینګیا مسلمانانو د نسل ختمونې او توکمیز توپیر په نوی راپور کې د بې پولې ډاکټرانو موسسې د دغه هیواد په مسلمانانو حملې ډیر ې پراخې او پلان شوی بللی دی . د میانمار حکومت کوشش وکړ چې د دغه هیواد د مسلمانانو پر ضد په تاوتریخوالی او توکمیز توپیر برغولې کیږدوی . په همدې دلیل د بشری حقوقو د مدافعو ډلو درست راپورونه او حتی د ملګرو ملتو راپورونه یې هم رد کړی او په دې زمینه کې یې د تحقیقاتو په لاره کې خنډونه رامینځته کړی دی . د برما د بشری حقوقو په اړه د ملګرو ملتو ځانګړی استازی توماس اوجه کویینتانا د روانې میاشتې په لومړیو کې میانمار ته د خپل لس ورځنی سفر په پاې کې له خبریالانوسره په خبرو کې وویل افراطی بودایانو له دې وروسته چې پوهه شول زه د مسلمانانو پر ضد د حملو د تحقیقاتو لپاره راغلې یم په میختیلا ښار کې زما په ګاډی حمله وکړه . ده زیاته کړه هغه ویره چې ما په دغې حملې کې احساس کړه نو د تاوتریخجنو ډلو له لوری په تیر مارچ میاشتې تاوتریخوالیو کې د ځای اوسیدونکیو د ویرې په هکله پوهه راکړه . په تیرو میاشتو کې د میانمار د افراطی بودایانو په حملو کې د په لسګونو روهینګیای مسلمانان مړه او په زرګونو هم بې کوره شوی دی . د بودایانو افراطی ډلې د روهینګیای مسلمانانو د پاکولو لپاره په پرله پسې د هغو په عبادت ځایونو او کورنو حملې کوی او د په راخین صوبه په څو کلیو کې یې د هغو کورونه سوزولی دی . په ځینو موردونو کې هم د میانمار پوځ افراېی بودایانو ته تیل ورکوی چې د مسلمانانو کورونه پرې وسوزوی او هغو د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره کړی . د میانمار مسلمانان چې په روهینګیانو مشهور دی د میانمار د راخین صوبې په شمال کې پراته دی . د برما حکومت دغه لږکې په رسمیت نه پیژنی اوهغو غیر قانونی مجرمان بولی . په داسې حال کې چې ملګری ملتونهد هغو یو ستر لږکې بولی چې پرې بې مخینې ظلم او ستم کیږی . د برما یو نولس کلن مسلمان کډوال خپل خواښنیونکې وضعیت داسې بیانوی ، زه په برما کې پیدا شوم خو حکومت ما ته وویل چې له میانمار سره کوم ارتباط نلر م . زه په بنګلادیش کې لوې شوم خو د بنګلادیش حکومت وای چې زه هلته نشم پاتې کیدلې . د یوه روهینګیای په توګه فکر کوم چې د غروی د خلې اود منګره د ټک ترمینځ ګیر شوې یم ،،
د میانمار په مسلمانانو د حملې وحشتناک فیلمونه او انځورونه پخپله په ۲۱ بیړۍ کې د دغو خلکو د ډیر دردونکی وضعیت ښودنه کوی . د میانمار ۵۰ میلیون کسیزه بودای ټولنه د دغه هیواد له پوځی حکومت سره د درې میلیونه روهینګیای لږکی د له مینځه وړلو لپاره ملګری شوی دی .
روهینګیای مسلمانان په دیر خواشینونکی وضعیت کې ګیر شوی دی ، هغو له میانماره رټل شوی دی خو هیڅ ګاونډې هیواد هم هغو نه قبلوی . د بنګلادیش حکومت په وینا حاضر دمه څه د پاسه ۳ لکه روهینګیایان د دغه هیواد د جنوب ختیځ په سواحلو کې په کیمپونو کې میشت دی . د دغو کیمپونو وضعیت او مشکلات چې مسلمان کډوال ورسره مخامخ دی ، له هغه ډیر بهتر ندی چې دوستان او خپلوان یې په میانمار کې ورسره مخامخ دی . په کیمپونو کې اکثره ښځې ، ماشومان ، بوډاګان ، ناروغان او معلولان پراته دی . په کیمپونو کې د ژوندی پاتې کیدا او په تیر شا و روز کې د یوې نمړې ډوډۍ د ترلاسه کلو جنګ روان دې . د بنګلادیشیانو له نظرهدغه کډوال د ټیټې پرګنې خلک دی او دومره د احترام وړ ندی . په دغو کیمپونو کې د نړیوالو مرستو پته نه لګی ، د ډیرو سختو کارونو په مقابل کې د یوې مړې ډوډۍ په اندازه تنخواه ترلاسه کوی . ته به وای چې مصیبت د دغو کډوالو لپاره تمامې نلر ی . امنیت نه په میانمار ، بنګلادیش او نه تای لینډ کې پیدا کیږی . د بشری حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتو یو لوړ رتبه مقام والری اموس د تیر کال په منی کې له میانماره په کتنه کې وویل د روهینګیانو وضعیت هغه ډیر سخت خپه کړې دې . اموس په کیمپونو کې د څه د پاسه یو لکو روهینګیانو د ژوند نامناسبو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړې وو چې د راخین صوبې مسلمان کډوال او د تاوتریخوالی قربانیان حتې د مرستندویه کمکونو له ترلاسه کولو هم محرومه شوی دی . د میانمار د مسلمانانو له دغه خراب او خواشینونکی ژوند ه د راپورونو له خپریدا او دریځونو اعلانولو وروسته هم ملګرو مکلتو او لویدیدځو حکومتونو د افراېی بودایانو په لاس د مسلمانانو پر ضد د دغې نسل ختمونې په اړه هیڅ اقدام نه ترسره کوی . د دې په اپوټه د امریکا اولسمشر باراک اوباما او یو شمیر اروپای چارواکو د پرانیستی سیاسی فضا په رامینځته کولو کې د میانمار حکومت د اقدام په ستاینه کې دغه هیواد ته سفرونه وکړل . هغو د میانمار حکومت پر ضد بایکاټونه لغوه کړل ، او د دغه هیواد ۶ میلیارډ ډالره پورونه یې وبخښل .
د روهینګیا مسلمانان د میانمار حکومت او افراطی بودایانو له نظره برهنیان بلل کیږی او د میانمار حکومت د یوه ښاریز په توګه د هغو په حقوقو سترګې پټوی . د برما حکومت د روهینګیا مسلمانانو ته د سفر اجازه نه ورکوی ، او که هغو وغواړی له یوه کلی ، بل کلی ته لاړ شی نو باید حکومت ته د مالیاتو په نوم پیسې ورکړی . که یو مسلمان په میانمار کې د دوکان خلاصول غواړی نو باید له یوه بودای سره شریک شی . بودای شریک په دغه شراکت کې هیڅ ونډه نه ورکوی خو د دغه دوکان له ګتې . پوره فایده ترلاسه کوی . په دې ډول په میانمار کې د مسلمانانو پر ضد بدترین توکمیز توپیر موجود دې . د میانمار یوه لوړ رتبه مقام د دغه هیواد د مسلمانانو د لومړنیو حقوقو د خلاف ورزی او نسل ختمونې په اړه د نیویارک ټایمز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل بشری حقوق د مسلمانانو په اړه ندی .
ایا که د میانمار د مسلمانانو په ځای په دغه هیواد کې عیسایان دغه ډول له نسل ختمونې او توکمیز توپیر سره مخامخ وې ، نو لویدیدځو حکومتونو به بیا هم چوپتیا غوره کوله ؟کهپه میانمار کې د لویدیدځو حکومتونو ګټې په خطرې کې پریوتلې ایا هغو به همدغه وژلې د ډول ډول بایکاټونو او لاسوهنو لپاره پلمه نه ګرځوله ؟ایا د بشری حقوقو تش په نامه مدافعو لویدیدځو حکومتونو به همین ډول منفعلانه چلند کاوه چې د مسلمانانو د وژلې په وړاندې یې چوپتیا غوره کړی ده ؟
د خواشینۍ خبره دا ده چې د میانمار نړیواله پیژندل شوی او ازادی غواړی څیرې انګ سان سوچی هم د روهینګیا مسلمانانو د حقوقو د ښکاره خلاف ورزیو په اړه چوپتیا غوره کړی ده او وایی چې د هیڅ لوری په ګټه یا تاوان دریځ نشی غوره کولې . په لویدیدځ لیبرالیزم کې بشری حقوق د سیاسی هدفونو د پرمختګ لپاره یو اوزار دې . پر دې اساس لویدیدځ حکومتونه له هغو د میانمار په پوځی حکومت د دباو لپاره یو وخت استفاده کوی او انګ سان سوچی د ازادی غوښتنې د سمبول په توګه تبلیغ کوی ، یو وخت همدغه ازادی غواړی څیره د خپل سیاسی ځای د ساتلو لپاره چمتو کیږی چې د خپلو زرګونو هم وطنو نسل ختمونه یوازې د هغو د دین په خاطر پرې سترګې پټوی .
د اسیا په ختیځ کې د مسامانانو پر ضد توکمیز توپیر یوازې د میانمار په مسلمانانو پورې نه محدودیږی که څه هم د میانمار مسلمانان د اسیا د ختیځ د نورو مسلمانو لږکیو په نسبت له ډیر ظلم ، تاوتریخوالی او توکمیز توپیر سره مخامخ دی . بودا له دې سره سره چې مهم تعلیم یې اعتدال او مینځ لاری توب دې ، خو ځینو بیروانو یې په ورسوتیو کلونو کې له مسلمانانو سره ډیر سخت ځیږ چلند درلودلې دې . په سری لنکا کې هم بودایانو په وروستیو میاشتو کې په مسلمان لږکی حملې کړی دی . په فیلیپین او تای لینډ کې مسلمانان له توکمیز توپیر او تاړوتریخجنو اقداماتو سره مخامخ دی . له بده مرغه په ځینو اسلامی هیوادونو لکه انډونیشیا او ملایشیا کې هم په بل ډول د پیامبر اکرم ص د اهل بیتو له بیروانو او شیعیانو سره دځیږو او توکمیزو چلندونو شاهد یو . هماغه ډول چې تکفیری سلفیانو په مینځنی ختیځ کې د مرتجع او ظالمو حکومتونو په هدایت او لویدیځو حکومتونو په ملاتړ سره د مسلمانانو د بیلا بیلو مذهبی ګروهنو درلودونکیو پیروانو ترمینځ د اختلافاتو د رامینځته کولو لپاره له شیعیانو د ویرولو څپه رامینځته کړی ، په انډونیشیا او ملایشیا کې هم شیعه لږکې له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ دې . د انډونیشیا او ملایشیا حکومتونو هم له شیعه ویرونې څپې سره ملګرتیا کړی ده او د شیعیانو د فعالیت د کنټرولولو او محدودولو لپاره یې ډیرې سیاسی اوامنیتی تابیاوې غوره کړی دی .
جمیل حسین بنګش
Add new comment