پر سورئی باندی داحتمالی حملی لپاره، د دؤو موافقو او مخالفو لورو تقابل او ټکر :
په داسی حال کی چی امریکا هڅه کوی، د کیمیاوی وسلو څخه د سورئی د پوځ د کار اخیستو په پلمه، پر یاد هیواد باندی حمله وکړی، دروسئی ؤلس مشر، د کیمیاوی وسلو څخه د سورئی د پوځ د استفادی په باره کی، د یو سند شتوالئ رد کړ .
د روسئی ؤلس مشر، ولادیمیر پوتین، پرون د انګلستان د لمړی وزیر، ډیویډ کامرون، سره په ټلفونی خبرو اتروکی، وویل : د سوريی په جنوب کی، د کیمیاوی وسلو څخه د سورئی د پوځ د استفادی په هکله، هیڅ سند وجود نه لری .
مګر د امریکی د بهرنیو چارو وزیر، جان کری، په دی خاطر چی، د دری کالو په اوږدوکی، په مختلفو وسلو باندی د ترهګرو له سمبالولو وروسته، په سوریه کی د خپل هیواد د سیاستونو له ماتی څخه، قهریدلئ دئ، په سوریه کی د کیمیاوی وسلو څخه د استفادی کولو تور، په ضمنی توګه، د دغه هیواد دولت ته نسبت ورکړ .
جان کری، پرون په واشنګټن کی د خبریالانو په ټول کی، په ډاډینی سره اعلان وکړ چی، تیره اونۍ په سوریه کی، د کیمیاوی وسلو څخه کار اخیستل شوی دی،او امریکا پوهیږی چی د سورئی دولت، کیمیاوی وسلی په واک کی لری .
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر، ویلیام هیګ هم، وویل : د سورئی په جنوب کی، د کیمیاوی وسلو څخه د استفادی په خاطر، د سورئی اقدام ته د ځواب ورکولو امکان، د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کی، د رایو د وحدت او یووالی څخه پرته، وجود لری .
دا په داسی حال کی ده چی، د اروپا اتحادئی د بهرنی سیاست مسئولی، میرمن کاترین شتون، پرون د استونیا په پلازمینه، تالین کی، د خبریالانو په ټول کی وویل : د سورئی په ضد، د هر ډول اقدام د کولو لپاره، د امنیت شورا ملاتړ ضروری دئ، او نړیواله ټولنه باید، د سورئی د کړکیچ د آوارۍ لپاره، یوی سیاسی حل لاری ته ورسیږی .
د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشی،یو ویاندوی، فرحان حق هم، پرون د سورئی په ضد،د پوځی احتمالی اقدام په باره کی، د یوی پوښتنی په ځواب کی وو یل : د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشی په ځلونو ویلی دی چی، د سورئی د لانجی لپاره، د سیاسی او ډیپلماټیکی حل لاری په لټه کی دئ .
د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشی، سیاسی مرستیال، جفری فلټمن هم، پرون په تهران کی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، محمد جواد ظریف، سره په کتنه کی، د سورئی د بحران په هکله د خبرو اترو په ضمن کی، د دغه هیواد پر سیاسی حل لاری باندی ټینګار وکړ .
په سورئی باندی د احتمالی حملی د موافقانو د ډلی هڅه، په داسی حال کی دوام لری چی، د سورئی د دولت په اجازی سره، د ملګرو ملتو پلټونکی، د سورئی په جنوب کی، د ځینو سیمو څخه د نمونی د اخیستلو په حال کی دی . ادعا کیږی چی د سوريی پوځ، د دغه هیواد په جنوب، د ختیځی غوطه په سیمه کی، د کیمیاوی وسلو څخه استفاده کړی ده، خو د یاد هیواد دولت، په کلکه دغه موضوع رد کړې ده .
د فرانس ۲۴ ټلویزیونی شبکی، رپوټ ورکړ چی، په سوریه کی، د ملګرو ملتو پلټونکو، پرون د هغی سیمی څخه چی، ویل کیږی تر کیمیاوی حملی لاندی نیوله شوې ده، خپلی لمړنۍ نمونه اخیستنی ترسره کړې . د ملګرو ملتو پلټونکو،د الغوطه الشرقی یوی برخی ته په ورتلو سره، په مشخصه توګه، د هغه صحرائی روغتون څخه چی، پکی د کیمیاوی حملی قربانیان د درملنی په حال کی دی ، کتنه وکړه .
د سورئی د اطلاع رسونی وزیر، عمران الزعبی، پرون د فرانس ۲۴ د ټلویزونی شبکی سره په مرکه کی، د سورئی پر جنوب باندی، د نوموړی هیواد د پوځ د کیمیاوی حملی د ادعا د رودولو په ضمن کی، وویل : بیله شکه، د سورئی پوځ، په دی نږدیو ورځو، او په تیرو وختونوکی، د کیمیاوی وسلو څخه استفاده نه ده کړې .
Add new comment