د سومالیه مسلمانان
په افریقا کې اسلام د مسیحیت په څیر ځايي دین ګڼل کیږي او دې لوېې وچې ته اسلام په لومړۍ او دوهمه هجري پيړۍ کې رسیدلئ دئ .
له هغه وروسته د بیلابیلو فاتحانو او مسلمانو سوداګرو له خوا د ختیځ نه د لودیځ په لور پراخ شوئ دئ .
که څه هم په افریقا کې د اسلام او عیسویت تر منځ ټولې جګړې سختې او خونړۍ وې خو بیا هم مسلمانان په دې وتوانیدل چې د افریقا ډیرو برخو ته د اسلام مبارک دین ورسوي .
په اوومه میلادي پيړۍ کې اسلام د افریقا ختیځو سواحلو ته چې هلته د عربو پخوانۍ مینې او د سوداګرۍ بازارونه ؤ،ورسید.
په ۱۷ مه پيړۍ کې مسلمانانو له پرتګالي ښکیلاک ګرو سره سختې جګړې وکړې
اوس مهال د افریقا لوېې وچې په شمال او ختیځ کې مسلمانان اکثریت دي .
د نورې افریقا په څير اسلام په سومالیا کې هم نفوذ وموند چې اوس مهال د دې هیواد ۹۹ /۹۹ سلنه خلک مسلمانان دي اومطلق اکثریت ېې هم د اهل سنت د شافعي مذهب پيروان دي .
په سومالیا کې قبیله اي ټولنه واکمنه ده او مسلمانان ېې په دین کلک ګڼل کیږي .
ویل کیږي د سومالیا قبیلې یو له بل سره په دیني مسایلو کې سیالۍ کوي او هیڅ کومه قبیله نه غواړي چې له نورو قبیلو د دیني مراسمو په ښه ډول تر سره کولو کې پاتې راشي .
په سومالیا کې بیلابیل اسلامي ګوندونه هم فعالیت لري چې تر ټولومهم ېې اخوان المسلیمن او صوفیان دي .
اخوان المسلیمن په ۱۹۲۸ م کال کې را منځته شوئ خو په ۱۹۶۰ م کال کې په سومالیا کې پراخ شوئ .
دا ګوند په سومالیا کې د الاصلاح په نوم فعالیت لري او په ۱۹۸۰ م کال کې په دې توانیدلئ چې د زیاد باره د حکومت له خوا د مذهب په نوم د خوځښتونو له منعې سره سره په دې هیواد کې په یوه مطرح مکتب بدل شي .
اوس مهال یواځې په پلازمینه موګادیشو کې د اخوان المسلیمن ګوند تر یو لک او شل زرو زیات محصل غړي شتون لري . د سومالیا وروستیو وچکالیو او قحطیودا هیواد په نړیواله کچه مطرح کړ او د سومالیا د نوم له اخیستو سره اوس خلکو ته هغه وږي تږي او ناروغ ماشومان سترګو ته دریږي چې د مور او پلار د سترګو په وړاندې له لوږې قحطیو او ناروغیو خپل ژوندله لاسه ورکوي .
ډير خلک دا فکر کوي چې دا وچکالي به یواځې یوه طبعي پيښه وي خو پوهان وايي په دې کې د لودیځ په تیره امریکا لوی لاس دئ .
سومالیا په ۱۹۶۰ م کال کې خپلواکي تر لاسه کړې او په ۱۹۶۹ م کال کې د (سیار بري )دیکتاتور حکومت را منځته شوئ دئ .
له دې حکومت د سړې جګړې په وخت کې شوروي ملاتړ کاوه خو د شوروي له ماتې وروسته امریکا د سومالیا د تیلو لویو او په ځای پاتې زیرمو ته په سترګو نیولو سره د سیاد بري له حکومت سره خپلې اړیکې پيا وړې کړې .
په ۱۹۸۸ م کال کې د بري په وړاندې د هاویه قبیلې او ډلې یو کانګریس جوړ کړ چې د بري حکومت ېې له منځه یووړ .
له هغه وروسته د پردیو مداخلو له امله په سومالیا کې کورنۍ نښته د فرح عدید چې د لودیځ مخالف ؤ او مهدي تر منځ را منځته شوه .
په ۱۹۹۳ م کال کې د امریکا د وخت ولسمشر بل کلینټن د عدید چې د ۱۹ امریکایانو په وژلو تورن ؤ د نیولو لپاره خپلو کومانډویانو ته امر وکړ تر څو عدید ونیسي یا ووژني .
په نویمه لسیزه کې د امریکا د مداخلو له امله د سومالیا وضعیت خراب او ورانوونکې جګړې دوام درلود .
په ۲۰۰۴ م کال کې امریکا په کینیا کې د هغه حکومت په وړاندې چې په سومالیا کې اسلامي ډلو جوړ کړئ ؤ د څو سومالیايي فوځيانو له خوا یو حکومت جوړ او نړیوالې ټولنې هم په رسمیت وپيژانده .
په ۲۰۰۰ م کال کې اسلامی محاکمو یوه اتحادیه جوړه کړه چې ډیر زر ېې په سومالیا کې د ډيرو خلکو محبوبیت تر لاسه کړ او په ۲۰۰۶ م کال کې په دې وتوانیده چې د سومالیا هیواد اکثریت برخه تر خپل کنترول لاندې راولي .
اسلامي محکمو په سومالیا کې یو محافظه کاره اسلامي دولت جوړ کړ .
د امریکا د وخت ولس مشر بوش چې په سومالیا کې ېې اسلامي حکومت ونه شو زغملای او له بلې خوا ېې د سومالیا د تیلو پریمانه زیرمو تر لاسه کولو هیله په سر کې پاله په دې پلمه چې په سومالیا کې به اسلامي حکومت دا هیواد د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل کړي د اتیوپيا په مرسته په سومالیا برید وکړ .
د امریکا جنګي بیړیو د اتیوپيا له فوځ سره په غږمله ډول په سومالیا کې په اسلامي دولت بریدونه پیل کړل .
په دې جګړه کې په لسګونو زره بې ګناه خلک ووژل شول او د سومالیا ډيرئ تأسیسات له منځه لاړل .
اتیوپايي ځواکونو د امریکا په مرسته د سومالیا یو شمیر برخې ونیولې او د کور په کور تلاشۍ پر مهال ېې په لسګونو زره خلک له اسلامي دولت سره د خواخوږۍ په پلمه ووژل .
د دې نیونو او وژلې له ویرې د پلازمینې موګادیشو په لکونو خلک د خپلو سیمو پریښودو او په دښتو او غرونو کې اوسیدو ته اړ شول . همداراز په ۲۰۰۷او ۲۰۰۸ م کلونو کې د سومالیا کابو یو نیم میلیون خلک له دې هیواده تیښتې ته اړ شول .
د بښنې نړیوال سازمان د دې مهاجرتونو لامل د هغوی وژله ، د کورونو نړیدل ، د هغوی په کورونو ، مدرسو او روغتونونو د وسله والو بریدونه په ګوته کړل .
د سومالیا هغه خلک چې غرنیو سیمو او سپيرو دښتو ته تښتیدلي ؤ د اوبو او خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شول او ډول ډول ناروغۍ هم په کې خپرې شوې .
د اسلامي محاکمو اتحاد د امریکا او اتیوپي د ځواکونو په وړاندې یو په بل پسې ښارونه له لاسه ورکړل او په ۲۰۰۶ م کال کې د دې اتحادېې غړي اړ شول چې ګاونډیو هیوادونو ارتیرې او جیبوتي ته پنا یوسي .
په دې هیواد کې د امریکا او اتیوپي د ځواکونو خپل سریو او جنایتونو د سومالیا کابو دوه میلیونه نور خلک هم د کډوالۍ ژوند ته اړ کړل تر دې چې په ۲۰۱۱ م کال کې د سومالیا په زرګونو خلکو د قحطۍ او وچکالۍ او داخلي جګړو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړ .
په دې هیواد کې د امریکا د مداخلې له امله لا اوس هم خلک له سختو ستونځو اوچکالیو قحطیو او حتې مرګ سره لاس او ګریوان دي .
ډيرئ کار پوهان په دې باور دي چې په هوا کې د یو شمیر تغیرالتو په راوستلو او د الکتروني بار په کمولو او زیاتولو سره په سیمه کې د بارانونو کچه کمه او زیاته کیدای شي .
په دې اساس ویل کیږي چې لودیځ په یو شمیر سیمو کې مصنوعي وچکالۍ را منځته کړې تر څو په یو شمیر سیمو واکمنې اسلامي ادارې له ستونځو سره مخ کړي .
Add new comment