د وفا، تقوا، شجاعت او بصیرت ، سمبول حضرت ابوالفضل العباس علېه سلام

 
ډیر زیات بصیرت او ژور فکر د حضرت عباس علیه سلام په ځانګړتیاو کې شامل دی ، په دې ډول چې د ټولنې له درستو سیاسی حالاتو او جریاناتو او د نفاق او کفری کړن لارو ډیر ښه خبر وو . هغه حضرت یوازې د یوه پیاوړی اتل او زړور علمدار په توګه مطرح نه وو ، بلکه د هغو په شخصیت کې پاکی په فقاهت ، عبادت په بصیرت ، ژور فکر په ساده ژوند او زهد په اجتماعی فعالیتونو سره یوځاې شوې وو .
د حضرت ابوالفضل العباس علمدار علیه سلام د نیکمرغه زوکړې په کلیزې کې د اهل بیتو د میناوالو زړونه خوشحاله دی . عرشیان هم دغه نیکمرغه ورځ لمانځی او خوشحالی کو ی . نن د هغه ستر شخصیت د نیکمرغه زوکړې ورځ ده چې فکر او کړچار یې د کرامت او شهامت بیلګه ده . هغه شخصیت چې لیدتوګه یې ، د فضیلت تږی ،خړوبوی . عباس بن علی علیه سلام چې د علم ، ادب او ایثار د کتاب ښکاره نښه ده ، په همداسې ورځ نړۍ ته سترګې رڼې کړ ې . اوس د دلاور او زړو عباس د محکمو ګامونو په درناوی ، عرشیان هم ، خاکیانو ته مبارکی ورکو ی ، تاسو ټولو عزیزانو ته دې دغه نیکمرغه زوکړه مبارک وی
نن د ایمان او یقین سرچینې ته د رسیدا لپاره لارښونکی ته اړمن یو . مونږه تږی یو ، او زړونه مو لیواله دی . د دین اولیاګان او هغو چې د پاکی او فضیلیت بیلګې دی ، د زمزم له هغو خوږو اوبو چې لری یې ، مونږه خړوبولې شی . په دوی کې یوه بیلګه عباس بن علی علیه سلام دې . هغو چې په زړورتیا او بهادری ، ایمان ، معنویت ، مقاومت ، وفاداری ، عبادت او معرفت کې بیلګه ده .
د شعبان ۴ د کربلا د ستر بیرغوال حضرت عباس بن علی علیه سلام د نیکمرغه ولادت د کلیزې ورځ ده . حضرت عباس ع په ۲۶ هجری قمری کال کې په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړ ې . امام علی علیه سلام د خپل زوی نوم عباس کیښوده چې د میدان د اتل او زړور شیر په معنا دې . هغه حضرت د خپل ګران پلار مولایی متقیان حضرت امام علی علیه سلام او ګرانې مور فاطمه چې د حزام بن خالد عامریه لور وه ، په غیږ کې داسې وروزل شو ، چې د غیرت ، ایثارا و شجاعت په بیلګې بدل شو . عباس بن علی علیه سلام په خپل ژوند کې له خپل پلار او وروڼو ډیره ګټه پورته کړه ، او د جامعو نیکو فضیلتونو خاوند شو . هغه بزرګوار ، هغه څه چې له دریو معصومو امامانو یې زده کړی وو ، په کربلا کې ښکاره کړ ل او د حسینی عاشورا غټ حماسه جوړونکې شو . هغه حضرت په عرفان ، تقوا ، پاک او سپیڅلی سیرت سره د پاکانو بیلګه او د سرشیندنې او ایثار مثال وګرځیده. د هغو د وجود وړانګې ، د نور د لارې د لارویانو چراغ او د هغو د الهی صفاتو عطر د حقیقت د موندونکیو د لارویانو ، لارښونکې شو .
عباس د حضرت امام علی علیه سلام په شان د پلار او د ایمان داری او وفادارې مور په غیږه او د امام حسن مجتبی ع او امام حسین ع د بزرګوارو وروڼو په څنګ کې وده وکړه . هغه د دریو معصومو امامانو د درس په ټولګیو کې د فضیلت او ادابو لوړ اصول زده کړ ل . په تیره بیا تل د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام په څنګ کې وو او له هغه حضرته به نه جدا کیدو ، او له اخلاق او کړچاره به یې اغیز اخیسته او د هغه حضرت د کړچار بیلګې به یې تعقیبولې . بې شکه د امام علی علیه سلام خاص تربیت د دغه نیک ځلمې په روحی او فکری شخصیت کې ډیره مهمه ونډه درلوده ، او دهغه لوړو صفتونو په هماغو اوچتو روزنو کې جرړه درلوده . حضرت عباس ع د ودې او غوړیدا په هماغو لومړنیو ورځو کې دا زده کړه چې باید د حق د لارې په لوړاوی او د توحید د بیرغ په اوچتو ساتلو کې له ځانه تیر شی ، او داسې باور د هغه په وجود کې جرړه وکړه .
د خپل ګران پلار حضرت امام علی ع په څنګ کې د حضرت عباس ع د ژوند ۱۴ کاله تیر شول ، چې وروستی ۵ کلونه له غلیمانو سره ښکیل وو . ویل شوی دی چې حضرت عباس ع په دغو خینو جنګونو کې ګډون درلود ، او په داسې حال کې چې یو کم عمره ځلمې وو ، رشید ، ولولناک ، چست او د جنګیالیو او اتلوالانو سره به جنګیده . ځینو مورخانو په صفین جنګ کې د دغه ځلمې د زړورتیاو جلوې بیان کړی دی چې په دولس کلنۍ او ځلمیتوب کې د هغه حضرت د زړور جنګ ښودنه کو ی . نقل شوی ده ، په صفین جنګ کې ، هغه وخت چې د معاویه عسکر په اوبو مسلط شول ، او اوبه یې بندې کړ ې ، او تندی د امام علی ع یاران ګواښل ، نو هغه حضرت د اوبو د بیا اخیستلو حکم صادر کړ . په دې مینځ و میان کې عباس ع هم د امام حسین ع په څنګ کې د اوبو دلارې د بیرته خلاصولو لپاره په ډیره زړورتیا اود ملګرو او غلیمانو له تمې لیرې وجنګیده .
حضرت عباس علیه سلام د خپل ګران پلار له شهادته وروسته په اتلس کلنۍ کې د عبد ا... بن عباس له لور لبابه سره واده وکړ . ابن عباس د پیامبر اکرم ص تره ، د حدیثو راوی ، د قران کریم مفسر او د امام علی تکړه شاګرد وو . د لبابه فکری او معنوی شخصیت هم د قران کریم د دغه ستر مفسر په کور کې بڼه غوره کړی وه ، او په علم او ادب ښکلی وه . له دغه مبارک واده د عبید ا... او فضل په نوم دوه بچیان پیدا شول ، چې دواړه بیا وروسته د دین ستر عالمان او د قران کریم دودونکی شول . د حضرت ابوالفضل العباس ع په لمسیو کې هم داسې کسان وو چې د نورو امامانو په وخت کې د دین عالمان او د حدیثو راویان وو او دغه د علوی علم نور یې چې د حضرت عباس ع په مبارک وجود کې یې تجلی پیدا کړی وه ، په راتلونکیو نسلونو کې یې هم دوام پیدا کړ او د خداې د دین لپاره یې ساتونکی وړاندې کړ ل چې درست عالمان و فصیحان ، عابدان او ادیبان وو .
حضرت عباس ع د څیرې ، اخلاقو او روحیاتو له پلوه ډیر ښکلې وو . ظاهر یې د ښکلی باطن اینه وه . هغه حضرت ډیره ځلانده څیره درلوده ، او په بنی هاشمو کې چې درست د کمال او جمال ستوری وو ، عباس د اونږی په شان وو ، له دې امله په قمر بنی هاشم مشهور وو . د هغه حضرت د څیرې په انځورولو کې یوازې باید دهغه په پیاوړیو غړیو ، لوړ قد او ښکلی څیرې بسنه ونکړو ، د هغه ځلانده فضیلیتونو هم د عباس ع د ښکلی څیرې یوه برخه وه .همدارازذد عباس تقوا ، دیانت او ژمنتیا هم ډیره مشهوره وه او پر دې سربیره د اسلام یو ستر اتل هم بلل کیږی . شجاعت او بهادری یې له خپل ګران پلاره په میراث وړی وه ، او په کرامت ، لویتوب ، عزت نفس ، د کردار او څیرې ښکلا یې د بنی هاشمو له درستو عظمتونو او ښکلاو ، وه . د هغه حضرت په مبارک تندی د سجدو نښه جوته وه چې د خداوند متعال په وړاندې یې د هغه د تهجد ، عبادت ، خاکساری او خضوع ښودنه کوله . خداې غواړې مبارز ، او د شپې له راز و نیاز سره بلد دلاور وو .
ډیر زیات بصیرت او ژور فکر د حضرت عباس علیه سلام په ځانګړتیاو کې شامل دی ، په دې ډول چې د ټولنې له درستو سیاسی حالاتو او جریاناتو او د نفاق او کفری کړن لارو ډیر ښه خبر وو . هغه حضرت یوازې د یوه پیاوړی اتل او زړور علمدار په توګه مطرح نه وو ، بلکه د هغو په شخصیت کې پاکی په فقاهت ، عبادت په بصیرت ، ژور فکر په ساده ژوند او زهد په اجتماعی فعالیتونو سره یوځاې شوې وو .دا د هغه د ژور تفکر او بصیرت نتیجه وه چې د خپل امام سید الشهدا حضرت امام حسین علیه پیروی او ملاتړ یې وکړ او په دې ډول د کرامت او عزت څوکې ته ورسید ، او د تاریخ په پاڼو کې تلپاتې شو .
حضرت امام صادق علیه سللام د خپل تره عباس علمدار په اړه فرمایی ، زمونږ تره عباس ژور بصیرت درلود ، خپل ګران ورور حسین ع په څنګ کې یې جهاد وکړ ، په ډیره ښه توګه په امتحان کې بریالې شو ، او له دنیا شهید لاړ .
هغه ژور او پیاوړې بصیرت او نظرچې امام صادق ع د عباس علمدار په تعریف کې کارولې دې ، د هغه بزرګوار لپاره ویاړمن سند دې . بصیرت او ژور تفکر چې په اوسنی وخت کې د درستو اجتماعی پرګنو اړتیا ده ، ځکه چې همدغه بصیرت په سختو او له شکونوډکو شیبواو په وروستیو دریځونو کې انسان په سمې ، الهی او ولایت کرښې هدایتوی .
د حضرت عباس علمدار د نیکمرغه زوکړې په مناسبت یو ځل بیا د زړه له کومې د مبارکی ویلو په ترڅ کې له خداوند متعال څخه د علم او تقوا له دغې بیلګې د پیروی د توفیق دعا کوو .

Add new comment