امام حسين عليه السلام او پيغمبر ص

د هجرت په څلورم کال د امام حسين عليه السلام  د زوکړې له وخت څخه د خداي رسول (ص) تر وفاته پورې چې دا ټوله موده شپږ کاله او څو مياستې کيږي خلق د هغې مينې او محبت له امله چې پيغمبر(ص) له هغۀ سره لرله د هغه په لويې مقام او لوړاوي پوه شول.  
سلمان فارسی  وائي : يوه ورځ مي وليدل چې د خدائي رسول(ص) حسين عليه السلام  په زنګون کښينولی ، ښکلوي يې او فرمايي : تۀ پخپله لويې يې ، د لويې پلار ځوې، او د لويو زامنو  پلار يې، تۀ په خپله   امام، د امام ځوې او د امامانو پلار يې، تۀ د خداې حجت، د خداې د حجت ځوې او د خداې د نهو حجتونو پلار يې چې ورستی يې د زمانې امام مهدي دی.[1]
د انس بن مالک نه روايت دی: يوه ورځ له پيغمبر(ص)  پوښتنه وشوه چې په خپلو  اهلبيتو کښې درباندې څوک ډير ګران دی؟ وې فرمايل چې حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام[2] د خداي رسول به اکثره حسنيان خپلې سينې ته جختول، بويول او ښکلول به يې.[3]
ابو هريره وايي: د خداي رسول(ص) امام حسن عليه السلام  او امام حسين عليه السلام په اوږو کيښنولي وو او زمونږ په لور روان ؤ کله چې مونږ ته راورسيد نو وې فرمايل څوک چې زما د دغو دوو بچيو سره مينه وکړي له ما سره يې مينه کړی او څوک چې ورسره دښمني وکړي له ما سره يې دښمني کړې ده [4]
له امام حسين عليه السلام  سره د پيغمبر(ص) د مينې انتها د خداي رسول (ص) له دی حديثه معلومولی شو چې فرمايي: "حسين منی و انا من حسين" حسين عليه السلام  له ما څخه دی او زۀ له حسينه يم"[5]
امام حسين عليه السلام د خپل عمر شپږ کاله له پيغمبر(ص) سره تير کړل او چې کله هغه مبارک له دنيا سترګې پټې کړې نو پاتې ديرش کاله يې له پلار سره ژوند وکړو. داسي پلار چې بې له انصافه يې کوم حکم نۀ ؤ کړی او عمر يې د خداي په عبادت او پاکۍ کې تير شوی ؤ هر څه يې د خداي لپاره کول او تل يې د خداي رضا غوښتله. د حضرت علی عليه السلام د خلافت په وخت امام حسين عليه السلام  د اسلامي مقصدونو د کاميابۍ لپاره د خپل ورور امام حسن عليه السلام په شان په بهادرۍ او فداکارۍ سره کوشش کولو او د صفين جمل او نهروان کې په جنګونو کې يې ګډون درلود.[6]
د حضرت امام علی عليه السلام له شهادته وروسته د خداي د رسول (ص) له حکم او د اميرالمؤ منين حضرت امام علی عليه السلام له وصيت سره سم امامت او مشري د حضرت امام حسن عليه السلام  په اوږو راغله. امام  حسين عليه السلام له خپل ورور سره په ټوله موده کې يو فکرې او غږملې ؤ. او چې کله د اسلام او د مسلمانانو د ټولنې د مصلحتونو په وجه امام حسن عليه السلام  له معاويه سره سولې ته مجبوره شو نو امام حسين عليه السلام  ورسره په ټولو سختيو او کړاوونو کې شريک ؤ او په دې پوهيدو چې دا سوله د اسلام او مسلمانانو په ګټه او مصلحت ده نو هيڅ کله يې په خپل ورور امام حسن عليه السلام  اعتراض ونۀ کړو او حتی يو ورځ چې معاويه د امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام  په امام حسن عليه السلام  او حضرت امام علي عليه السلام پسې بد رد شورو کړل نو امام حسين عليه السلام  دفاع ته پاڅيد چې د معاويه خبره غوڅه کړي او د بدو ردو ځواب ورته ووايي. خو امام حسن عليه السلام ورته وويل چې چپ شه ، امام حسين عليه السلام  هم ومنله او امام حسن عليه السلام  پخپله د معاويه ځواب ته پاڅيد او په مدللو او ځپونکو خبرو سره يې هغه خاموش کړو.[7]
چې کله امام حسن عليه السلام  له دنيا مخ پناه کړو نو د مسلمانانو مشري او امامت امام حسين عليه السلام  ته پاتې شو او د خداي لخوا د ټولنې په مشرۍ مامور شو امام حسين عليه السلام  ليدل چې معاويه د اسلامي حکومت په ګدۍ ناحقه ناست دی او د خداي د احکامو، د دين د بنيادونو اواسلامي ټولنو د اصولو په خرابولو مشغول دی.امام د دې خرابوونکي حکومت په کړو ډير خفه ؤ خود دې وس يې نه لرلو چې کسان برابر کړي او هغه د اسلامي حکومت له ګدۍ راکوز کړي لکه څنګه چې د امام حسن عليه السلام حالت هم دا شان ؤ.امام حسين عليه السلام  پوهيدو چې که خپل نيت ښکاره کړي او د کسانو په برابروولو لګيا شي نو معاويه به يې ديو ګټه ور طاقت او فوځ تر جوړولو مخکې شهيد کړي. مجبورا غلی کيښناست او له صبره يې کار واخستوځکه چې که پاڅيدلی وی نو له هر اقدامه مخکې به شهيد کړی شوی ؤ او نتيجه به يې هم هيڅ نۀ وه نو تر څو چې معاويه ژوندې ؤ امام د خپل ورور امام حسن عليه السلام  په شان ژوند تير کړو او کوم لويې مخالفت يې ونۀ کړو.صرف کله کله به يې د معاويه په غلطو کارنو نيوکه او ټکونه کول او خلقوته به يې د راتلونکي هيله ورکوله چې انشاءالله موثره ګام به پورته کړي.
په هغه ټوله موده چې معاويه د يزيد د ولي عهدۍ لپاره له خلقو بيعت اخستو امام حسين عليه السلام  په کلکه هغه سره مخالفت وکړو، هيڅ کله يې بيعت ونۀ کړو او هغه ولي عهدي يې ونۀ منله. او کله کله به يې معاويه ته سختې خبرې کولې او سخت ليکونه به يې ورته ليکل.[8] معاويه هم د يزيد د بيعت لپاره په هغۀ ټينګار ونۀ کړو او دا حالت همداسې پاتې شو تر دې چې معاويه مړ شو.
[1]  . مقتل خوارزمي ج1 ص146 کمال الدين صدوق ص152
[2]  . سنن ترمذي ج5 ص323 فيض القدير ج1 ص148.
[3]  . ذخائر العقبی ص122.
[4]  . ابن ماجه فضائل حسن و حسين عليهما سلام، کنوز الحقائق ص134، مسند ابو داؤد طيالس ج10 ص332. الاصابه ج11 ص330.
[5]  . سنن ترمذي ج5 ص324 ابن ماجه باب فضائل اصحاب رسول الله(ص) کنز العمال ج6 ص221.
[6]  . الاصابه ج1 ص333.
[7]  . اسدالغابه ج2 ص13 ارشاد مفيد ص173.
[8]  . رجال کشي ص94 کشف الغمه ج2 ص206.

Add new comment