په ایران کښې د پانګونې لپاره د پاکستان د اقتصادي فعالانو غوښتنې زیاتي شوي
د پاکستان د خیبر پښتونخواه په پيښور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت قونصل حسن درویشوند ،د پاکستان په قبایلې سیمو کښې د دغه هیواد د ولسمشر له ځانګړې استازې او د خیبر پښتونخواه صوبې له ګورنر سره په کتنه کښې وویل پاکستانیو سوداګرو له تیر یوه کال راهیسې په ایران کښې د پانګونې او دغه هیواد ته د سفر لپاره زیاتي غوښتنې کړي دي .
هغه وویل د پاکسان د خیبر پښتونخواه له صوبې سره د ایران لخوا د کانونو د څیړلو ویستلو، کرهڼې، مالونو ساتلو او بیلا بیلو برخو کښې د اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه موجود دي .
د پاکستان د د خیبر پښتونخواه صوبې ګورنر شوکت الله هم په دغه کتنه کښې وویل په دغه صوبه کښې د ایرانیو پانګه والو د پانګونې لپاره هم زمیني شته او د دغه صوبي سوداګر په ایران کښې پانګونې ته لیواله دي .
د پاکستان د سوداګرۍ د خونې مشر حاجي غلام علی هم په دغه کتنه کښې وویل پاکستان ته له ایران څخه د ګازو د نل لیکې انتقالول د دې ښودنه کوي چې د دواړو هیوادونو اړیکې نوي پړاؤ ته ننوتې دي ،چې دا چاره د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ د زیاتیدو لپاره د سوداګرو انګیزې زیاتوي .
Add new comment