په اسلامي اصولو دریدنه اود خلکو پراخ شتون به د دښمنانو دسیسې له ماتې سره مخامخ کړي

د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه ايي د غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې د خپلې وینا په ترځ کې وویل په اسلامي اصولو دریدنه او په ډګر کې د خلکو پراخ شتون به د دوښمنانو مکررې دسیسې او چلولونه له ماتې سره مخامخ کړي .
هغوی د اسلامي ویښتیا له کلمې د استکبار او ارتجاع  د جبهې ویرې ته په اشارې سره څرګنده کړه نن ورځ اسلامي ویښتیا یوه حقیقي ویښتیا ده چې په ټوله نړۍ کې ېې نښې نښانې را څرګندې شوې دي او تر ټولو مهمه نښه ېې په عمومي افکارو په تیره د ځوانانو په منځ کې د استکبار د جبهې کرغیړن او تیري ګر انځور او د اسلام د عظمت او مجد بیا احیا ده .
د انقلاب معظم لارښود زیاته کړه نن ورځ د ایران د اسلامي انقلاب روښانه تجربه د نورو ملتونو په وړاندې ده او هغوی چې د استکبار او استبداد په وړاندې راپورته شوي کولای شي فاسد او په امریکا پورې تړلي حکومتونه نسکور او یا متزلزل کړي .
هغوی د دیني علماوو درنې دندې ته هم اشاره وکړه او زیاته ېې کړه د دین علماء دینداره خلک او رجال باید په دې حساس وخت کې ډير متوجه او مراقب وي او د امریکا او اسرائیلو دسیسو ته په اشارې سره ېې زیاته کړه د دنیا او متاع په رنګین دسترخوان کیناستل ، د زر او زور واکوالانو ته د تسلیم سر ټيټول او د ملګرتیا لاس ورکول د خلکو د باور له لاسه ورکولو تر ټولو ستر عامل دئ .
آيت الله خامنه ايي د لیبیا مصر تونس پاکستان عراق سورېې  او لبنان حالاتو ته هم اشاره وکړه او زیاته ېې کړه لودیځ او په لودیځ پورې تړلې رسنۍ د سورېې ورانوونکې جګړه د شیعه او سني تر منځ جګړه معرفي کوي تر څو د صهیونیستانو او د سورېې او لبنان د مقاومت د دوښمنانو لپاره یوه امنه فضاء را منځته کړي ،په داسې حال کې چې د سورېې د جګړې دواړه اړخونه نه سني او نه شیعه دي بلکې د صهیونیستي ضد مقاومت مخالفان او پلویان دي .
هغوی د بحرین حالاتو ته هم اشاره وکړه او زیاته ېې کړه د بحرین اکثریت مظلوم خلک له اوږدو کلونو راپه دیخوا د یوه ملت له اساسي حقوقو او د راېې له حقه بې برخې شوې او اوس د خپل حق تر لاسه کولو لپاره راپورته شوي خو له دې امله چې مظلوم اکثریت شیعه دئ او د بحرین سیکولر او ظالم حکومت د سني والي تظاهر کوي د امریکا او اروپا تبلیغاتي دستګاوې او په سیمه کې د هغوی ملګري دې شخړې ته هم د شیعه او سني د شخړې نوم ورکوي خو نوموړي دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا واقعیت همداسې دئ ؟ او ټينګار ېې وکړ دا مسلی د دین علماء او منصف مصلحان غور دقت او د مسئولیت احساس ته وربولي او په اسلامي ټولنه کې د مذهبي قومي او ګوندي اختلافاتو په رابرسیره کولو کې د دوښمنانو هڅې د هغوی مقابله پر ټولو مسلمانانو فرض ګرځوي .
د اسلامي انقلاب لارښود د فلسطین د مسئلې په اړه هم ټينګار وکړ هر هغه څوک چې د قدس شریف د آزادۍ د فلسطین د ملت د نجات او د فلسطین د خاورې ګټلو شعار
 ونه مني یا ېې کونج ته کړي متهم دئ . بلکې اسلامي امت باید په هرځای او هر وخت کې دا معیار روښانه او په اساسي ډول تر نظر لاندې ونیسي .

Add new comment