د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدو ټولنې مشر وویل چې د اسلام دښمنان د مسلمانانو له وحدته وېره لري

د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدا د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل چې د اسلام دښمنان تل د مسلمانانو له وحدته په وېره کې پاتې شوي دي او د خپلو پروګرمونو د پرمخ بیولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، آیت الله محسن اراکي نن د ایران په لویدیځ، کردستان ولایت د اداري شورا په غونډه کې زیاته کړه چې تفرقه را منځ ته کول او د اسلامي وحدت له منځه وړلو لپاره هڅې اسلام او مسلمانانو ته د ټکان ورکولو لپآره ددښمنانو سټراټژيک سیاست دی، له همدې امله د اسلامي نړۍ د هېوادونو د واکمنانو له خوا د اسلامي وحدت د پياوړتیا له امله یوه اړتیا ده.
آیت الله اراکي د اسلامي ټولنو ترمنځ ددرځ او تفرقې رامنځ ته کول، د امریکا او د نورو اسلام ضد هېوادونو تلپاتې پروګرامونه وبلل او ویې ویل چې له دې دسیسو سره مقابله، د قرآن له حکومونو څخه په ګټې اخیستنې سره پرځایښت مومي.
د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل چې په ایران کې د امام خمیني رح په مشرۍ د اسلامي انقلاب غورځنګ په اسلامي نړۍ کې ستر بدلون او د اسلامي وحدت په پياوړتیا کې بدلانه پېچومی دی او د ټولنې ټول ستر مشران باید د اسلامي وحدت د پياوړتیا لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

Add new comment