علی علېه سلام ویناوې د اخلاقي ارزښتونو پیژندلو او رازدارۍ او خوشرویۍ ارزښتو په باره کښې

علی علېه سلام ویناوې د اخلاقي ارزښتونو پیژندلو او رازدارۍ او خوشرویۍ ارزښتو په باره کښې

(د اخلاقي ارزښتونو پیژندل)

وَ قَالَ [عليه السلام] الْعِلْمُ وِرَاثَةٌ كَرِيمَةٌ وَ الْآدَابُ حُلَلٌ مُجَدَّدَةٌ وَ الْفِكْرُ مِرْآةٌ صَافِيَةٌ.

د خدای سلام  دې وي پر هغه ويې فرمایل: علم  قیمتي میراث، او اداب تل تاند زیور او فکر رڼه هنداره ده.

 (د رازدارۍ او خوشرویۍ ارزښت)

وَ قَالَ [عليه السلام] صَدْرُ الْعَاقِلِ صُنْدُوقُ سِرِّهِ وَ الْبَشَاشَةُ حِبَالَةُ الْمَوَدَّةِ وَ الِاحْتِمَالُ قَبْرُ الْعُيُوبِ وَ رُوِيَ أَنَّهُ قَالَ فِى الْعِبَارَةِ عَنْ هَذَا الْمَعْنَى أَيْضاً الْمَسْأَلَةُ خِبَاءُ الْعُيُوبِ وَ مَنْ رَضِيَ عَنْ نَفْسِهِ كَثُرَ السَّاخِطُ عَلَيْهِ .

او د خدای سلام  دې وي پر هغه ويې فرمایل: د پوه  سینه  د هغه د راز صندوق دی ،  او روڼ تندی  د دوستانو د پیدا کولو وسیله  او صبر د عیبونو د پټولو هدیره ده. او یا یې وفرمایل:پوښتنه کول د عیبونو د پټولو وسیله ده  او د خود راضي انسان دښمنان پریمانه دی.

Add new comment