امریکا باید له ایران سره داماراتو تجارتی ګټو ته داحترام په سترګه وګوري

شین هوا خبري آژانس له دوبۍ راپورورکړی  دمتحده عربی اماراتو دبانکي ټولنې مشر عبد  العزیز  الغرایر پرون داماراتو اوامریکا داړیکو په باب دیوې غونډې په څنډې کې وویل امارات دامریکا اتلسم تجاتري شریک شمیرل کیږي ،البته مونږ دایران پشمول  له ګاونډیانو سره پیاوړي تجارتي  اړیکې لرو  او ګروهمن یو  دځينو هیوادونو له مخالفتونو سره سره  دغې ملګرتیا ته دوام ورکړو

عبدالعزیز الغرایر   چې ددوبئد نړیوال مالی مرکز  دتشکیلاتو او همداراز مشرق بانک دپورورکونکي موسسې مشري هم په غاړه لري زیاته کړې په داسې حال کې چې ا مارات  نړیوالو بندیزونوته پابند دی ،خو دهغو شیانو تامنیدا چې ایران ته دصادراتو لپاره  په هیڅ ډول بندیزونو کې نه راځي  ،باید  دهیچا له خوا تر پوښتنې لاندې رانشي .،ایران داماراتو په تیره بیا ددوبئ لپاره چې آزادبندر لري  یو مهم تجارتي شریک حسابیږي

Add new comment