دپاکستان په پیښور کښې بم چاودنې10 کسان وژلي دي .

زمونږ خبریال وايي نن دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور  کښې دحکومتي ملیشا ځواکونو یعني ایف سي دیوه لوړ رتبه مسول دګاډي په لاره کښې په ځان وژونکي حملې کښې 10 کسان ووژل شول او 28نور ژوبل شول .
په  وژل شویو کسانو کښې دوه  (۲) حکومتي ملیشا عسکر او دوې (۲) ښځې چې هلته په لاره  تیریدلې وژل شوي دي .
دویلو دچې دپاکستان دخیبر پښتونخو اصوبې دپولیسو لوړرتبه قوماندان عبدالمجید مروت په دغه حملې کښې بچ پاتې شوی خو په بڅرکو لږ شان ژوبل شوی او روغتون ته وړل شوی دی .
عیني کتونکو وویل چې حمله کونکی چې په ځان پورې یې چاودیدونکي مواد تړلي وو پلې روان وو او په صدر سیمه کښې په یوې پوځي پلټنې پوستې کښې دملیشا ځواکونو دقوماندان عبدالمجید مروت د دریدا په وخت یې بم چاودنه وکړه .
په پاکستان کښې په مئ میاشت کښې له انتخاباتو  وړاندې طالبانو ډلې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې کړي دي.
په پاکستان کښې طالبانو ډلې له القاعده ،  لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه اونورو ترهګرو ډلو سره یوځاې دخلکو او حکومتي عسکرو پرضد حملې زیاتې کړي دي او دغه ډلې تراوسه په زرګونو بې ګناه خلک چې ماشومان او ښځې پکښې شاملې دي وژلي او دخلکو ژوند یې بیخي تباه  کړی دی .
طالبان، القاعده ، لشکر جهنګوي او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کښې په ډيرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه او حملې کوي او هیڅ مخه یې نه نیول کیږي .

Add new comment