دسعودي عربستان ستر شیعه روحاني محاکمه شو

د یوه عیني کتونکي په قول وویل چې دسعودي عربستان ستر شیعه روحاني شیخ نمر ال نمر نن محکمې ته حاضر شو.

په هغه دعربستان دحکومت لخوا تور لګیدلی دی چې تاوتریخوالی یې رامینځته کړی او په خپل هیواد کښې یې دخارجي لاسوهنې هڅه کړي ده .

د ویلوده چې دسعودي عربستان ستر مذهبي روحاني شیخ نمر ال نمر دتیر میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې په ختیځ ولایت قطیف کښې دتاوتریخوالو له رامینځته کیدا وروسته نیول شوی او سخت شکنجه شوی وو .

دسعودي عربستان څارنوال نن دتاوتریخوالي درامینځته کولو په شمول دهغه پرضد  یو شمیر تورونه ولوستل .

دسعودي عربستان په دغه شیعه روحاني په داسې حال کښې دتاوتریخوالو درامینځته کولو تور لګول شوی دی چې سعودي عربستان له قطر، ترکیې  ،امریکا ،فرانسې او انګلستان سره یوځاې په ډیرو عربو هیوادونو لکه یمن، بحرین ، سوریې وغیره کښې پراخې پوځي لاسوهنې کوي او هلته ترهګرو ته پیسې ورکوي چې بې ګناه خلک ووژني .

دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنسټي اینټرنیشنل په یوه راپور کښې چې دتیر میلادي کال په مي میاشت کښې یې  خپور کړی وو ویلي سعودي عربستان په سلګونو شیعه مسلمانان نیولي دي چې اکثره یې سړي دي او دغه هیواد  د ۲۰۱۱ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې ماشومان هم په قطیف ولایت کښې په سوله ایزو مظاهرو کښې دګډون په وجه نیولي دي .

Add new comment