ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست كميسيون

د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د۱۳۹۲ هجری لمريز كال دپيليدا په مناسبت په يوه پيغام كښې ټولو ايرانيانو او هغو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځی دنوی كال دامباركۍ دويلو په ترڅ كښې په تير كال كښې دايران دملت مخ په وړاندې حركت په تيره بيا له نړيوال استكبار سره په سياسی او اقتصادی مقابلې كښې حركت ته په اشارې سره ۱۳۹۲ هجری لمريز كال په اقتصادی او سياسی ډګرونو كښې دايران دملت له جهادی شتون ، تحرك او پرمختګ سره يوځاې هيله وركونكی كال وباله او ټينګار یې وكړه په دغه نظر سره ۱۳۹۲ هجری لمريز كال حماسه سياسی او حماسه اقتصادی كال نوموو .

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دنوروز اختر په مناسبت پيغام كښې هيله وكړه خدای پاك ج دې نوی لمريز كال دايران دملت او دټولو مسلمانو ملتونو د خوشحالۍ او تاندوالی كال وګرځوی .

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دغه راز دغه ټكی ته هم اشاره وكړه چې دنوروز اختر په ورځو كښې فاطميه ورځې شته او زياته یې كړه ټول بايد ددغو ورځو احترام وكړی .

هغه حضرت دتير هجری لمريز كال ټیټو هسكو ته په اشارې سره دايران داسلامی جمهوريت په نظام او ملت ددښمانانو سختۍ ددغه كال ښكاره او واضح ټكی وبلل او جوته یې كړه ددغه مقابلې ظاهر ددښمن سختی وه خو باطن یې دايران دملت غوړيدل او په مختلفو ميدانونو كښې دهغه برياليتوب وو .

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای اقتصاد او سياست له دښمانانو سره دايران دملت دټكر دوه (۲)ستر ډګرونه وبلل او زياته یې كړه هغوې داقتصاد په ډګر كښې په صراحت سره وويل غواړی دايران ملت فلج كړی خو ونه توانيدل .

حضرت ايت الله خامنه ای هغو دباونو ته په اشارې سره چې له اقتصادی پلوه دايران په خلكو راغلل ټينګار وكړ په دې موضوع كښې ځينې سستيانې هم وشوې چې ددښمن له پلان سره یې مرسته وكړه خو په ټول كښې دايران دنظام او خلكو حركت مخ په وړاندې حركت وو .

هغه حضرت دسياست په ډګر كښې دايران دملت په څنګ ته كولو او په هغوې كښې دشك او زړه نه زړه درامينځته كولو لپاره په دوو چور ليزونو دايران دملت دبدغواړو تمركز ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ ددښمانانو دهڅې په اپوټه په تهران كښې ددنيا دهيوادونو دمسولانو او مشرانو په ګڼ شمير شتون سره دناپييلی غورځنګ دغونډې ترسره كيدا وښودله چې دايران اسلامی جمهوريت نه يوازې څنګ ته شوی نه دی بلكې په دنيا كښې دايران ملت ته داحترام اودرنښت په سترګه كتل كیږی .

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دتير هجری لمريز كال دسلواغې دمياشتې د دوه ويشتمې (۲۲)نیټې په لاريونونو كښې دايران دملت ستر او پرتمين شتون دايران په ملت كښې دشك درامينځته كولو لپاره داستكبار دجبهې دپلان دماتی نمونه وبلله او زياته یې كړه په نورو سترو كارونو سره چې په دغه كال كښې په بيخ بنايی او علمی ډګرونو كښې دخلكو او حكومتی مسولانو په وسيله ترسره شول په سياست او اقتصاد او نورو ضروری ډګرونو كښې دمخ په وړاندې حركت زمينه برابره شوی ده او په همدې اساس دنوی هجری لمريز كال لرليد هيله وركونكی دی .

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل البته دغه موضوع ددښمانانو ددښمنۍ دكميدا په معنا نه ده بلكې دايران دملت دډير تحرك او چمتووالی په معنا ده .

هغه حضرت په دې خبرې ټينګار سره چې داقتصاد او سياست په ډګرونو كښې دخلكو شتون بايد جهادی او له حماسې ، هيلې ، ولولې او تاندوالی سره يوځاې وې جوته كړه په دغه كتنې سره نوی هجری لمريز كال حماسه سياسی او حماسه اقتصادی نوموو .

هغه حضرت په پاې كښې هيله وكړه چې دخدای پاك ج په فضل او دايران دخلكو او مسولانو په همت سره په دغه كال كښې حماسه سياسی او حماسه اقتصادی تحقق ومومی .

Add new comment