د پاکستان حکومت جرات نلری چې د نیول شویو ترهه ګرو هویت په ډاګه کړی .

د ایران پښتو راډیو نه  ددغه آژانس خبریال راپور راکوی یوې خبرې سرچینې چې غوښتل نوم یې وانخستل شی له تهران راډیو سره په ټیلی فونی خبرو کې د حکومت له لوری له تر هه ګرو سره د نه چلند د علت په اړه  وویل په پاکستان کې معلوم ترهه ګر څو ډلې  دی  . یوه ډله یې په ښکاره د خپلو جنایتونو مسولیت پر غاړه اخلی چې پکې طالبان ، لشکر جهنګوی او سپاه صحابه ډله شامله ده  او تر اوسه یې د زرګونو نوروخلکو او شیعه ګانو په وژنې اعتراف کړي دي  .
خو بله ډله هغه ترهه ګر دي چې د سیاسی ډلو له لوری جوړیږی او ملاتړ ورسره کیږی او هیڅ یو پکې د خپلو جنایتونو مسولیت پر غاړه نه اخلی چې پکې د الطاف حسین په مشرۍ د ایم کیو ایم سیکولر او سیاسی ډله په سر کې راځی .

دغې خبرې سرچینې زیاته کړه  چې د کراچۍ په ورستیو ترهه ګرو هدفمنو وژنو کې له ۱۵ تر شلو پورې خطرناک ترهه ګر د جنایتونو د ترسره کولو په وخت نیول شوي دي خو حکومت جرات نلر ی چې د هغو ۱۵ کسانو نومونه چې په ایم کیو ایم پورې اړونده دي ، په ډاګه کړ ی . د لشکر جهنګوی په اړه پخپله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک  بیا بیا اعتراف کړې چې د پاکستان د پنجاب د صوبایی حکومت او د مسلم لیګ د ن څانګې له لوری ورسره ملاتړ کږی  او له دې سره سره چې مرکزی  حکومت د پنجاب صوبایی حکومت ته د کابو اته سوه ترهه ګرو لیسټ ورکړی دی خو د پنجاب حکومت له سپاه صحابه او لشکر جهنګوی سره د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې  انتخاباتی ایتلاف ته په پام سره  د هغو  له نیولو ډډه کړی ده .
رحمان ملک همداراز د سپاه صحابه مرستیال مشر ملک اسحاق ته په اشارې سره زیاته کړی ده چې هغه په ۳۴ دوسیو کې متهم دې او د سلګونو شیعیانو د وژلې تور هم پرې موجود دې ، خو له دې سره سره یې له زندانه خوشې کړی دی .
خو د کراچۍ او کویټه وروستیو پیښو په خاطر د مرکزی حکومت د سخت فشار په وجه یې هغه یوازې په خپل کور کې زندانی کړی دی چې د پا کستان د شیعیانو په وینا په حقیقت کې په خپل کور کې نورهم په امنیت کې ژوند کوی .

دغې خبرې سرچینې همداراز زیاته کړی ده د اهل سنتو عالمانو په ترورونو کې هم هغه کسان چې نیول شوی دی او په ایم کیو ایم ګوند پورې اړونده دی ، چې حکومت یې د نومونو د جوتولو جرات نلر ی ، لاس لر ی .

د ایم کیو ایم د ترهه ګرو په وسیله د مسلمانانو ترمینځ د درز او نښتې رامینځته کولو رودې ته په پام سره چې هماغه د انګلستان روده ده  او د پاکستان او هندوستان له جلا کیدو وړاندې په هند براعظمګی کې واکمن وو ، مسلمانان او هندوان به یې له یوه بل سره نښلول . د ایم کیو ایم ګوند هم د دغه خبر مقام په وینا د انګلستان له ایم ای سیکس سره ارتباط لر ی  په کراچۍ کې په هماغه برتانوی رودې لاس پورې کوی . له یوې خوا د اهل سنتو عالمان وژنی  چې اهل سنت دا ګومان وکړی ، شیعیانو دا کار کړې دې او له بلې خوا د شیعیانو پر ضد عملیات ترسره کو ی  چې شیعیان دا فکر وکړی دا کار اهل سنتو کړې .
په هر حال دا پوښتنه مطرح ده چې که د پاکستان حکومت د ترهه ګرو د نومونو د جوتولو او له هغو سره د چلند جرات نلر ی نو په کوم دلیل خپل وجود حکومت په عنوان توجیه کوی ؟؟

عاشق حسین طوری  : - د ایران پښتو راډیو ټکۍ کام

Add new comment