داسلامی انقلاب معظم لارښود دایران پرضد دامریکا بندیزونه ماته خوړلې او بې نتیجې وبلل

داسلامي انقلاب ستر لارښود دایران دملت دبدغواړو په تېره بیا دامریکا ګواښونه او بندیزونه ماتې خوړلي او دوام یې بې نتیجې وباله او ویې فرمایل :

دایران ولس ثابته کړه چې په امریکا او سترو قدرتونوپورې ناپيلتیا نه یواځې دوروسته پاتې کېدا لامل نه دی بلکې دپرمختګ سبب هم دی .

هغه حضرت په دې خبرې سره چې له ایراني ملت سره ددښمنی او دسیسې بنسټ امریکا ده زیاته کړه له ۳۴ کلونو وروسته چې کله اوس هم ددښمن نوم اخیستل کیږي نو دایران دولس ذهن امریکا ته متوجه کیږي .

داسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه ای ټینګاروکړ چې امریکا او ملګري یې باید له سوله ییزې اټومي انرژي څخه په برخمنیدا کې دایران حق په رسمیت وپيژني

هغه حضرت دامام رضا ع په سپیڅلي حرم کې دمشهد دخلکوپه پرتمین ټول کې په دې خبرې سره چې دایران ملت یواځې له سوله ییزې اټومي انرژی دبرخمنیدا لپاره په طبیعي حق پسې دی څرګنده کړه :

امریکا او ملګري یې د هم دنورو ډېری هیوادونوپه څېر دایران سوله ییز اتومي فعالیت په رسمیت وپيژني او پردې حق دې اعتراف وکړي  

هغوی په دې په ټینګارسره چې امریکا له پنځه جمع یوډلې سره په خبرو اتروکې دایران دآتومي موضوع ته ګروهمنه نه ده زیاته کړه :

په اتومي خبرواتروکې ګډو ټکو ته رسېدل ، ډېر آسان دي اودواړه لوري په ځلونو دغه مطلب ته نږدې شوي دي خوامریکا تل پکې پایلې ته درسېدا خنډ شوې ده .

دمشر تابه ستر مقام په دې په ټینګارسره چې دایران ملت هیڅکله هم په اتومي وسلوپسې نه دی روښانه کړه : له ایران سره دامریکا دخبرو اترو وړاندیز یو امریکایي تکتیک او دعمومي افکارو په تېره بیا دایراني ولس دتېرویستلو لپاره دی .

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه ای په دې هکله دامریکا چارواکو او رسنیوداوزاو په اړه چې  زما له لوري ځینې کسان له امریکایي چارواکوسره خبرې اترې کوي وفرمایل : زما له لوري هیڅکله هم چا له امریکایانوسره خبرې نه دي کړي .

دمشر تابه ستر مقام دوینا په دوا م کې له ایران سره دخبرو  اترو لپاره دامریکايي چارواکو غوښتنې ته په اشارې سره جوته کړه :

دغو خبرو اترو ته خوشبینه نه دی ځکه تجربې ښودلې چې له خبرو اترو یې موخه ددواړو هیوادونو ترمنځ دمسئلو هوارول نه دي بلکه هغوی یواځې په ایراني ملت دخپلو زیاتي غواړو غوښتنو دتپلو لټه کوي

داسلامي انقلاب معظم لارښود زیاته کړه دایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره دخبراترو ترسره کولو سره مخالفت نلري په عین حال  کې دامریکاپه سیاستونو انديښمن هم نه دی ځکه چې امریکا تراوسه پورې نه ده توانېدلې دایراني ولس پرضد څه وکړای شي او بیابه یې هم ونشي کړای .

حضرت ایت الله خامنه ای څرګنده کړه که چېري امریکا په رښتیا هم له ایراني ملت سره دخبرو اترو له لارې دخپلو اختلافاتو په هواري پسې وي نواول باید دایران له خلکوسره له دښمنی لاس واخلي اوپه دې اړه خپل ښه نیت ثابت کړي .

دمشرتابه ستر مقام دانتخاباتو مسئله هم مطرح کړه او ویې فرمایل : انتخاباتي ولوله او درایو صندوقونوته دخلکو تلل ددښمنانو ګواښونه بې اغیزې کولای شي هغوی ټینګار وکړ چې په ټولټاکنوکې په اسلامي جمهوریت کې ټول باوري بهیرونه برخه واخلي داد ټول حق او دنده ده .

داسلامي انقلاب ستر لارښود په پای کې جوته کړه : په پریکنده توګه دخلکو رایې ټاکونکې دي باید په خپله ځېرواوسئ ، تحقیق وکړی اوترټولو غوره انتخاب کړی

Add new comment