دپاکستان پوځ وائي دترهه گرۍ په ضد جگړه به روانه وي

د پاکستان پوځ دنهې په ورځ  دترهه گرۍ په ضد  دجگړې ددوامداره ساتلو دارادې څرگندونه کړې ده.
 دگډو ځواکونو دکميټې دمشر جنرال خالد شميم وائين په مشرۍ دلوړې پايې يوه غونډه ترسره شوې چې پکې  دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، چيف اؤ نيول سټاف ايډمرل محمد اصف ياسين سنديله، چيف اف ائيرسټاف ائيرچيف مارشل طاهر رفيق بټ، ددفاع سيکرټري  ليفټننټ جنرال(ر) اصف ياسين ملک، چيف اف جنرل سټاف، ډائريکټر جنرال جوائنټ سټاف، ډائريکټر جنرل اف انټر سروسز انټلي جنس، ډائريکټر جنرال اف سټريټجک پلانز ډويژن اؤ ددريواړو وسله والو ځواکونو  نورو لوړپوړو پوځي افسرانو برخه اخستې ده.
 دغونډې څخه وروستو يو پوځي وياند وئيلي دي چې”  په واضحه ټکو کې دا خبره تکرار کړل شوه چې هيواد ته دترهه گرۍ دپيښې خطرې دمخنيوي لپاره به  وسله وال ځواکونه په يوه جامع ستراتيژۍ عمل کوي“
دپوځ لخوا دترهه گرۍ په ضد دجگړې ددوامداره ساتلو دغه دپاليسۍ بيان يوه ورځ وروستو له هغې مخې ته راغلى چې  پاکستاني طالبانو يوه ورځ دمخه  وئيلي وؤ دپاکستان پوځ اؤ حکومت  هغوي سره په خبرو اترو کې سنجيده نۀ دى اؤ دغه خبرې يې ځنډولې وې.
 دپاکستاني طالبانو دتحريک لخوا ددسمبر په مياشت کې  حکومت اؤ پوځ ته دخبرو اترو دوړانديز کولو څخه راپديخوا دپوځ  په دغه اړه دا لمړى ردعمل دى.
 دجنورۍ  په مياشت کې ټي ټي پي يوځل بيا دخبرو اترو خپل وړانديز نوى کړى ؤ اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف، دجى يو ائي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان اؤ دجماعت اسلامي مشر منور حسن يې حکومت سره دخبرو اترو په صورت کې دممکنه  امن دتړون لپاره دضمانتيانو په توگه نومولي وؤ.
طالبانو سره خبرو اترو پيل کولو لپاره  اسلام اباد کې لمړى  دعوامي نيشنل پارټۍ اؤ بيا دجمعيت علماء اسلام په مشرۍ ټول گونديز کانفرنسونه ترسره شوي وؤ، چې پکې طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ شوى ؤ، خو ددواړو غونډو يواځينى فرق دا ؤ چې  اى اين پي  ددغو خبرو اترو لپاره دائين په دائره کې دننه داوسيدو غږ کړى اؤ جى يو ائي (ف) طالبانو سره غيرمشروطې خبرې غوښتې.
دپي پي حکومت دفرورۍ په مياشت کې   دکابينې ددفاعي کميټۍ دغونډې رابللو هڅه کړې وه، کوم چې دسول ملټري همکارۍ تر ټولو ستر فورم دى، خو دغه غونډه دگډو ځواکونودکميټې دمشر دغيرموجودگۍ له امله نۀ وه ترسره شوې.
 يو پوځي چارواکي  په ډاگه کړې ده چې  په جامع ستراتيژۍ  دعمل کولو نه د جوائنټ چيفس اف سټاف دکميټۍ مطلب دا دى چې  هيواد څخه دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ جرړو ويستلو لپاره به  دقومي طاقت ټول عناصر پکار راوستلى شي.

Add new comment