ایران دسوریې دترهګرو لخوا د کیمیاوي وسلو کارول وغندل

دایران دخارجه وزارت ویندوی د سوریې د حلب ښار په خوا کښې له کیمیاوي وسلو دترهګرو ډلو استفاده په کلکه  وغندله .
د ایران دخارجه وزارت و یندوی رامین مهمان پرست دسوریې دحلب ښار په خوا کښې له کیمیاوي وسلو دسوریې دحکومت دمخالفو وسله والو ترهګرو ډلو داستفادې په غبرګون کښې وویل دایران اسلامي جمهوریت دغه جنایت دبشریت پرضد دیوه عمل په توګه په کلکه غندي .
دایران دخارجه وزارت  ویندوی دسوریې دحلب دکیمیاوي حملې د وژل شویو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره دخواخوږۍ په اعلانولو سره ټینګار وکړ بې شکه د داډول جنایتونو دتکرار اصلي  مسولیت به دهغه په عاملانو سربیره دهغوې  دملاتړو هیوادونو پر غاړه  وي .
دایران دخارجه وزارت ویندوی رامین مهمان پرست زیاته کړه ایران دسوریې دکړکیچ دسوله ایز  حل دضرورت په هکله په خپلو همیشنیو دریځونو دټینګار په ترڅ کښې دسیمې دامنیت او ثبات دوام یوازې ددغه کړکیچ له سیاسي حل لارې سره تړلی  بولي او دبشري  حقوقو له ټولو ادارو او موسسو غواړي چې په سوریې کښې د رامینځته کیدونکي جنایت په غندلو سره په دې زمینه کښې په خپل دروند  مسولیت عمل وکړي .
دسوریې دولسمشر بشار اسد دحکومت مخالفو ترهګرو پرون په کیمیاوي وسلو یو سنبال توغندی په حلب ولایت کښې په خان العسل کلي وویشت چې له کبله یې پینځویشت (۲۵) بې ګناه خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي ووژل شول .
دغه ټول کسان عادي خلک دي .
په سوریې کښې کور ورانونکی جنګ سعودي عربستان، قطر ، ترکیې ، امریکا ، انګلستان ، فرانسې ،صهیونیسټ رژیم او ددوې ځینو نورو عربو او اروپايي ملګرو هیوادونو رامینځته کړی دی .
همدغه هیوادونه په سوریې کښې ترهګرو ته  وسلې  ، پیسې او پوځي روزنې ورکوي او هلته دبې ګناه خلکو دوژلې  مسول دي .

Add new comment