د پيغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لور بی بی شهادت

 

د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته په بي بي زهرا باندې ډير مصيبتونه راغلل اؤ ژوند ورته سخت شو او د خپل پلار چې عشق او مينه به ېې ورسره کوله، په جدايۍ به ېې ژړل کله کله به  د پلار قبر ته تله او ډير به ېې ژړل 56 په کور کې به ېې هم ډير ژړل. کله چې د مدينې خلقو د هغې په ډيره ژړا اعتراض وکړو او وې ويل چې مونږ ستا له ژړه تنګ شو نو حضرت امام علی عليه السلام د هغې لپاره په بقيع مقبره کې د بيت الاحزان(د غم کور) په نامه يوه کوټه جوړه کړه. بي بي فاطمه(ع) به هر سهار حسنين عليما السلام هلته له ځان سره بوتلل.او تر شپې پورې به ېې ژړل. امام علی عليه السلام  به ماڅختن هغه کور ته راوستله تر دې چې د ډيرې ژړا او مصيبتونو په وجه ناروغه شوه او بيماري ېې ورو ورو سخته شوه او باالاخره د همدغو غمونو په وجه د هجرت د يو لسم کال د جمادی الاول په ديارلسمه يا د جمادی الثاني دريمه نيټه يعنې د خپل ګران پلار له وفاته پنځۀ اويا يا پنځۀ نوي ورځې پس يې له دنيا سترګې پټې کړې. د شهادت په وخت د هغوي عمر قابو اتلس کاله ؤ.

Add new comment