دعربستان رژیم دخلکو دسوله ایزو مظاهرو دځپلو وس نه لري

دعربستان یوه سیاسی فعال حمزه الحسن  له العالم ټيلیویژني چینل سره په خبرواترو کې په عربستان کې دبشری حقوقو دخلاف ورزیو او ددغه هیواددبشري حقوقو ډلو دړنګولو په دوام  په  نیوکو سره ټینګار و کړ له دغه ډول اقداماتو سره سره  آل سعود رژيم ددې جوګه  نه دی چې دعربستان دخلکو انقلابی خوځښتونه و سوله ایزې مظاهرې  وځپي  .

 حمزه الحسن روښانه کړه ، دبشری حقوقودټولنې ؛حسم : دمسئولانو دمحاکمې بهیر  او ددغې ټولنې  دغړو په ضد صادرې شوي فیصلې  ښئ چې آل سعود رژیم خپلې ځپنې سختې کړي دي  اخو خلکو هم  خپلو سوله ایزو مظآهرو ته دوام ورکړی اوهوډ ئې کړی چې دخپلو حقه حقوقو ته تر رسیدا پورې به خپلو اعتراضونوا ومظاهرو ته دوام ورکړي

همداراز یو بل خبر وائی د بحرین دآل خلیفه رژیم له خوا له ولسی مشرانو سره دخبرواترو  دبلنې په ځواب کې دمخالفانو ویندوي  جمیل کاظمی  بیګا ټينګار کړی  مخالفان به هیڅکله  په خبرواترو کې دحکومت داستاذي دشتون دضرورت په باب  له خپلو دریځونو شاتګ ونکړي .

هغه زایاته کړې  دآل خلیفه رژیم مخالفان  په داسې حال کې   دخبرواترو په لاره کې په خنډ جوړولو تورنیږي چې  حکومت  په دغو خبرواترو کې له خپلې خوا داستاذي له شتون سره په مخالفت سره  ددغو خبرو اترو دکامیابیدا مخه نیسي او په دغو اقداماتوسره غواړي وخت تیر کړي

Add new comment