د کراچۍ د عباس ټاون چاودنې دوه تورن ونیول شول

د پاکستان چاپ جنګ ورځپا نې له قوله راپور راکوی چې د کراچۍ د عباس ټاون دترهه ګرې حملې دوه تورن انعام ا... محسود او منصور  چې د پاکستان د تحریک طالبان له عالم شیر ډلې سره تعلق لری نیول شوی دی . راپور زیاتوی چې په چاودنه کې سوزکۍ استعمال شوی ده او دغه سوزکۍ نیول شوی تورن منصور چلوله . نیول شوی کسان د نادرن بای پاس په افغان کالونی کې نیول شوی دی .په دغې ترهه ګرې چاودنې کې لاس درلودونکی نور ترهه ګر ، بشیر ، لالې او پنجابی تښتیدلی دی چې د نیول لپاره یې پولیسو هلې ځلې بیل کړی دی .

څه موده مخکې د کراچۍ په عباس ټاون سیمه کې ترهه ګرو په بیګناه خلکو په موټر بم چاودنه کې کابو شپیته کسان شهیدان او یونیم سل نور سخت ژوبل شوی دی.

Add new comment