پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال پروژه په یوه ډیر پیاوړی تدبیر سره ترسره شوی ده .

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال اسلم بیګ  زمونږ سره په ټیلی فونی خبرو کې پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د پروژې په پرانستل کیدا د خوشحالۍ د څرګندولو په ترڅ کې  چې پرون په چابهار کې د ایران او پاکستان د ولسمشرانو په شتون سره ترسره شوه وویل د پاکستان حکومت دغه اقدام چې د امریکا له ډیرو دباونو سره سره یې له ایران سره د ګازو د انتقال له پروژې شاتګ ونکړ ، یو ډیر جرات لرونکې  اقدام او مهمه او ستره فیصله وه  چې د ستاینې وړ ده  او په اوږد مهال کې به ډیرې ښې نتیجې ولر ی .

د پاکستان د پوځ پخوانی قوماندان د امریکا د ګواښ په اړه چې ویلی یې دی که پاکستان له ایران سره له معاملې شاتګ ونکړی نو له سختو بایکاټونو سره به مخامخ شی وویل هغه فیصله چې ښا غلی اصف علی زرداری د ولسمشر په توګه کړی ده  ، د یوه ملی تفکر او تدبیر پر اساس ترسره شوی ده ، دا یوازې د اصف علی زرداری تفکر نه وو بلکې د پاکستان ملت ، سیاسی او مذهبی ګوندونو او پوځ هم له دغه تفکر او اقدامه ملاتړ کړې دې او دا تفکر د پاکستان له سټراتیجۍ سرچینه اخلی چې د هغې پر اساس مقرره وه د اصف علی زرداری حکومت  له ګاوڼدیانو په تیره بیا له اسلامی ایران او چین سره نږدې اړیکی ولرلې شی  او له دغو دو هیوادونو سره باید تړونونه ترسره کړی چې دغه هیوادونه او ملتونه  د تل لپاره له یوه بل سره نږدې کړی  او دا وه چین ته د ګوادر بندر ورسپارل  او له ایران سره د ګازو د انتقال تړون چې د امریکا له سختو دباونو سره سره ترسره شول .

ښاغلی اسلم بیګ زیاته کړه که څه هم اوسنی حکومت چې له ایران سره یې دغه تړون لاسلیک کړې ، د پاې ورځې تیروی او د انتخاباتو په نتیجه کې به نوې حکومت جوړ شی ، خو دا اندیښنه نشته ده چې نوې حکومت به دغه تړون ته پایبنده نه وی . هر حکومت چې راشی ژمن دې چې دغه تړون تعقیب او عملی کړ ی . دغه تړون دو مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ شوی ده .د پاکستان د پوځ پخوانی قوماندان د امریکا د ګواښونو د ردولو په ترڅ کې وویل چې دغه ګواښونه به اغیزمن نه وی  لکه څرنګه چې د تیرې پیړۍ په نویمې لسیزې کې د بل کلنټن په وخت کې اغیزمن نه وو او هر څومره دباو یې چې واچوه خو د هغه وخت د نواز شریف  حکومت له ایټمی چاودنو تیر نشو . امریکا د پاکستان پر ضد  بایکاټونه ولګول خو کوم اغیر یې ونکړ ، پر دې اساس پاکستان یو خپلواکه هیواد دې  او د خپلو ملی ګټو پر اساس سیاستونه غوره کوی . پاکستان د ګازو او بریښنا له سخت کړکیچ سره مخامخ دې او نړۍ باید د پاکستان دغه اړتیا درک کړی . امریکا باید پوهه شی چې نور هغه وخت تیر شوې دې چې د ایران ، پاکستان او ترکیې ترمینځ په ۵۰ میلادی پیړۍ کې د نړیوالې لوې لارې تړون چې ترسره شوې وو ، عملی شی .

د امریکا ګواښونه اوس  زیاتره د ګیدړ د اونګیو په شان دی .

Add new comment