انګلستان او فرانسه وايي دسوریې ترهګرو ته وسلې ورکوو

زمونږ خبریال وايي دفرانسې خارجه وزیر لاوران فابیوس نن وویل انګلستان او فرانسه چمتو دي چې داروپايي اتحادیې له ملاتړ پرته دسوریې ترهګرو ته  وسلې ورکړي .

انګلستان او فرانسه به په سوریې کښې وسله والو ترهګرو ته د وسلو د بندیز  دختمولو په هکله داروپايي اتحادیې دراتلونکي غونډې دترسره کیدا لپاره یوه نیټه و ټاکي او فیصله به وکړي  که چیرې داروپايي اتحادیې اووه ویشتو (۲۷) هیوادونو په یوه خوله دسوریې ترهګرو ته دوسلو دورکولو ملاتړ ونکړي نو فرانسه او انګلستان به دسوریې عسکرو ته دوسلو ورکولو خبره اعلان کړي .

دفرانسې خارجه وزیر وویل انګلستان او فرانسه به له اروپايي هیوادونو  وغواړي چې دسوریې ترهګرو ته دوسلو په استولو بندیز ختم کړي چې ترهګر دا ظرفیت ولري چې دځانونو دفاع  وکړي .

دفرانسې خارجه وزیر وویل که چیرې اروپايي اتحادیې دسوریې ترهګرو ته دوسلو دورکولو ملاتړ ونکړ نو لندن او پاریس به فیصله وکړي چې دسوریې ترهګرو ته  وسلې ورکړي .

هغه وویل فرانسه یو خپلواکه هیواد دی .

د ویلوده چې فرانسه او انګلستان په  سوریې کښې دجنګ په رامینځته کولو کښې ستر رول لري او دغو دوو (۲) هیوادونو له امریکا، سعودي عربستان، قطر ، ترکیه ، اسرایلو او ځینو نورو هیوادونو سره یوځاې په سوریې کښې وسله والو ترهګرو ته پیسې ، وسلې او تجهیزات ورکوي او دغه  هیوادیې دتباهۍ په درشل کښې وورستلی دی .

Add new comment