د اسلامي شورا اهل سنت استازو په پاکستان کې د شیعه یانو وژل کیدل وغندل.

د ایران د اسلامي شورا د اهل سنت مشرانو په بیانیه کې راغلي په پاکستان کې د شیعه وروڼو عام وژلې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات داغي کړي دي .

بیانیه د وژل شویو شیعه یانو کورنیو ته د تسلیت په وړاندې کولو سره زیاتوي د اسلامي نړۍ د سولې او آرامۍ یواځنۍ لاره د مسلمانانو په منځ کې واقعي او عملي یوالئ دئ .

په بیانیه کې له اسلامي ملګرتیا سازمان ناپيلي غورځنګ او ملګرو ملتونو هم غوښتنه شوې چې د دا دول جنایتونو په وړاندې کوتلي ګامونه پورته کړي .

په پاکستان کې د شیعه یانو پر ضد په وروستۍ حمله کې چې په عباس ټاون کې وشوه ۵۵ تنه ووژل او ۱۵۰ نور ټپیان شول

Add new comment