ایا لشکر جهنګوی د حکومت دپیاوړیو اورګانو نو له ملاتړه پرته شیعه وژنې ته دوام ورکولې شی ؟

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان معلوم او جوت ترهه ګر چې کله کله یا هر وخت وغواړی مظلوم او بیګناه خلک په تیره بیا شیعیان په ځان وژونکیو حملو ، چاودنو یا هدفمنو وژلو کې قتل عام کوی ، له جنورۍ میاشتې تراوسه چې درې میاشتې نه کیږی  د ښځو ، ماشو مانو او بوډاګانو په شمول څه د پاسه درې سوه شیعیان شهیدان کړی او څه د پاسه ۴۰۰ نور یې سخت ژوبل کړی دی . د لشکر جهنګوی ترهه ګرۍ ډلګۍ هم معمولا د دغو حملو مسولیت پر غاړه اخیستلې دې البته د کراچۍ د عباس ټاون وروستۍ حملې پړه  چې پکې کابو شپیته شیعیان شهیدان او کابو ۱۵۰ ژوبل شول ، تراوسه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستی . طالبانو هم په دغه حمله کې خپله لاسوهنه رد کړی ده خو هغه یې نده غندلی . خو د پاکستان استخباراتی ادارو ویلی دی چې په لشکر جهنګوی کې د اصف چوټو په نوم یوې برخې د کراچی وروستې جنایت ترسره کړې  دې او له دې سره سره چې د پاکستان استخبارات اوچارواکی  ډیر ښه پوهیږی چې کومې ډلې او کومو کسانو دغه جنایتونه ترسره کوی ، له یوې خوا یو بل له دغو ډلو په ملاتړ تورنوی  او د پاکستان هر داخلی قدرت یوازې په خله د ترهه ګرو پر ضد سختې مبارزې خبرې کو ی خو په عمل کې هر یو له ترهه ګرو سره له چلنده ډډه کو ی .

د پاکستان د قضاییه قوې مشر افتخار محمد چودری په کویټه او کراچۍ کې د شیعیانو د قتل عام دوسیه په خپل سر تعقیبوی ، د سترې محکمې په غونډو کې له حکومتی چارواکو او امنیتی مسولانو سپیناوی غواړی چې ولې د خپلو ښاریزو د امنیت په تامینولو کې ناکامه شوی دی ، خو کله  کله چې پولیس که ترهه ګر د جنایت په وخت وهم نیسی او عدالت ته یې وسپاری  او محاکمې هم له دې سره سره چې جنایتکاران په خپلو جرمونو اعتراف کوی ، په دې پلمه چې پیاوړی اسناد او مدرکونه ندی موجود ، د ترهه ګرو له محاکمې ډډه کو ی او په ضمانت خوشی کیږی چې البته په دې باره کې څه موده وړاندې افتخار محمد چودری  اعتراف کړې وو چې ترهه ګر د ګواښونو او د قاضیانو د ځان د امنیت د نیشتوالی په وجه  نه محاکمه کیږی .

د پاکستان مرکزی حکومت د پنجاب صوبایی حکومت تورنوی چې د لشکر جهنګوی پر ضد  چې اصلی مرکزونه یې په دغه صوبه کې دی ، هیڅ اقدام نه ترسره کو ی او دا چې د پنجاب صوبایی حکومت ته یې د ترهه ګرو ډلګیو د  څه د پاسه اووه سوه ترهه ګرو لیسټ ورکړې دې خو صوبایی حکومت یې نه نیسی . د پنجاب صوبایی حکومت هم مرکزی حکومت تورنوی  چې له ترهه ګرو ملاتړ کو ی . په دې مینځ ومیان کې پرون د پاکستان پارلیمان هم په دغې موضوع خبرې وکړ ې او له حکومته یې وغوښتل چې له ترهه ګرو د خلکو د ژغورلو لپاره عملی اقدامات وکړ ی . د ایم کیو ایم ګوند د پارلیمان یوه استازی وسیم اختر وویل  په کراچۍ کې د شیعه او سنی مسله نشته دې ، بلکې د یوې منظمې دسیسې پر اساس شیعیان قتل عام کیږی او حکومتونو تل له ترهه ګرو ملاتړ کړې دې .

د پاکستان د مسلم لیګ د قایداعظم څانګې د پارلیمان یوه استازی سردار بهادر هم د پارلیمان په غونډه کې وویل د پنجاب حکومت ولې د تر هه ګرو پر ضد عملیات نه کوی ؟

د پاکستان د پارلیمان یوه بل استازی دقاص اکرم  هم وویل  سیاسی ګوندونه په انتخاباتو کې د رایو د طعمې په خاطر د ترهه ګرو پر ضد اقدامات نه ترسره کوی  او د پنجاب پولیس هم د دغو ډلګیو د مشرانو لپاره امنیت برابروی . چې  له سپاه صحابه ډلې سره یې د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې ایتلاف ته اشاره وه .

د یادولو ده چې د پنجاب پولیسو د کویټه له وروستۍ حملې وروسته د سپاه صحابه ډلې مرستیال مشر ملک اسحاق ونیوه خو هغه یې په کورنۍ بند کې ساتلې دې او د پنجاب پولیس د هغه د کور امنیت تامینوی . په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په ونیا د هغه پر ضد په  ۳۴ قتلونو کې شکایت شوې دې او ۳۴ دوسیې لر ی .

خو د پاکستان استخباراتی ادارې چې له هر پیښې وروسته وایی چې د هغه اطلاع یې څو ورځې یا څو میاشتې وړاندې حکومت ته ورکړی وه ، که د پیښې له ترسره کیدا مخکې د هغې معلومات ترلاسه کولې شی نو د هغه مخه ولې نشی نیولې ؟

هغه خبریالان او کسان چې حقیقتونه په ډاګه کوی په ډیرې اسانې سره نیسی او بیا یې بې درکه کوی خو هغه کسان چې د هیواد امنیت ګواښی ، بیګناه کسان وژنی  ولې نه نیول کیږی او ورسره چلند نه کیږی ؟؟دا پوښتنې نن سبا هر پاکستانې ښاریز لر ی او د حکومت او استخباراتو په اړه بدبین دی  چې په همدې خاطر په پاکستان کې ورځ په ورځ عمومی افکار د پاکستان پرضد کیږی .

Add new comment