پاکستان : په افغانستان کې دترهګرو پراختیا دبهرنیانو دلاس وهنې له امله ده

اسلام آباد ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دبهرنیانو لاس وهنه  په دې هېوادې کې ترهګرو دپراخوالی لامل شوی دی .
دډاون خبري سرچینې دراپور له مخې دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت قائم مقام جلیل عباس جیلاني نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دبهرنیانو لاس وهنه په افغانستان کې دترهګری پراخوالي ته لمن وهلې ده او له دې هیواده دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم دترهګری مسئله موجوده وي جیلاني زیاته کړه افغان اوپاکستان پوځي او اطلاعاتي ادارې دامنیت په برخه کې دمرستې کولولپاره  له نږدې اړیکې لري

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ددې جګپوړی چارواکي په آند پاکستان دافغان پوځ سره دمرستې لپاره شل میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي

Add new comment