دسولې ګازې نل لیکه دایران،پاکستان او هند داړیکو بشپړونکې ده

د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان هېواد سره ۹ سوه کیلومتره ګډه پوله لري او داهیواد د۱۷۵ میلیونه نفوس په درلودلوسره دایران له ګڼ نفوسه ګاونډيو هیوادونوڅخه ګڼل کیږي .

دپاکستان له رامنځته کېدو څخه ترشپږو لسیزو زیاته موده کیږي چې ایران له پاکستان سره مخ پروده او فعاله اړیکې لري .

له ایران څخه پاکستان ته دګازو دلیږد نل لیکې غځول دپاکستان دپراختیا لپاره یو مهم او کلیدي رول بلل کیدای شي .

په تېره بیا داچې پاکستان دکانونو دذخیرو او انرژی نه درلودلو  له پلوه ددوی زیات نفوس ته په پام سره  له ستونزو سره لاس اوګریوان دی .

نوځکه خو له یوې لسیزې راهیسې دا مفکوره په سیمه کې رامنځته شوه چې پاکه انرژی له ایرانه پاکستان او له پاکستانه هندوستان ته ولیږدوله شي .

او دې طرحې په حقیقت کې یومیلیارد نفوس په نښه کړی ؤ

دې ته په پام سره چې دایران اسلامي جمهوریت دګازو له پلوه په نړی کې دویم هیواد دی اوپه راتلونکو شپېتوکالونوکې به دا دنړی دذخایزویوه مطرح شوې  شتمني وي  نوله ایرانه پاکستان او هندته دګازو دلیږد موضوع مطرح شوه اوپه دې وخت کې ددې مسئلې دنهايي کولو لپاره ډېری جلسې او تګ راتګونه ترسره شول .
له بله پوله دهند او پاکستان ترمنځ ځینو پخوانیو ستونزو ته په پام سره له ایرانه پاکستان او له پاکستانه هند ته دګازو ددې نل لیکې غځېدل دسولې دنل لیکې په نامه ونومول شوه .

چې جوړیدل یې کولای شي ددې دواړو هېوادونو ترمنځ دسولې لړی په پراخه ډول تثبیت کړي .

له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې دځینو ستونزو له هغې جملې دلویدیځ هیوادونو دفشارونو له امله دهند هېواد دسولې دنل لیکې څخه دباندې اوله ایران نه پاکستان ته دګازو دنل لیکې دغځېدو لپاره داسلام اباد او تهران ترمنځ دډیری اوبیلابیلو پریکړې تعقیبول ترسره شول اوباالاخره په دې وروستیو میاشتو کې په دې برخه کې دپام وړ هوکړې وشوې .

په تیرو کلونوکې دایران اسلامي جمهوریت ختیځ ته دګازو دلیږد چارې عملي او نهايی کړي دي اوپه اوسني حال کې دهېواد په ختیځ کې پاکستان ته دګازو لیږدول چمتودي .

دامهال دکراچی په څېر دپاکستان ځینې ښارونه دانرژی دتامین په ځانګړې توګه دبریښنا دانرژي له ستونزې سره مخامخ دي چې ددې هیواد دانرژی دکمښت له بحران څخه دوتلو یوه لاره له ایران څخه دګازو واردول دي .

که څه هم چې په دې وروستیو میاشتوکې دګازو دنل لیکي دبشپړولولپاره ایران ته زرداري سفرکول دځینو فشارونوله امله وځنډېدل خوپلازمینې تهران ته دګازو دنل لیکي دسترې پروژې دبشپړولو لپاره دزرداري سفر دپاکستان دپراختیا ، دسیمې دحالاتو دښه کېدو اودهند هیواد لخوا هم دسترې پروژې ته دلاس رسي پيداکولو لپاره یو ښه او مناسب فرصت دی .

اوله بل پلوه امکان لري چې له ایران نه پاکستان اوهند ته دګازوستراتیژیکي نل لیلکي  دلیږد په برخه کې  یوه ستراتيژیکه لیدتوګه ولري  

که چېرې اسلام آباد دې جمع بندی ته رسیدلی وي چې په یوې ستراتيژیکې لیدتوګې اونظرسره دخپلو اوږدمهاله ګټوپه نظر کې نیولوسره له ایران نه پاکستان ته دګازو لیږد ته پام وکړي داطرحه دپاکستان داقتصادي او امنیتی وضیعت په ښه کېدو کې یو مهم ګام بلل کیږي چې کیدای شي داوږدې مودې لپاره ددواړو هیوادونو ګټې او مصالح هم ترپوښښ لاندې ونیسي .

ځیني کارپوهان په دې باوردي چې ددې پروژی دنهايي کېدواو تړون په صورت کې به له ایران نه پاکستان ته دګازو دلیږدپه لوړه کچه عملي کېدوسره ددې پروژې تړښتونه له هغې جملې دامنیت تامین چې تراوسه پورې دهغه په برخه کې ډېر لږ خبرې شوې دي تعریف او جریان پیداکړي نوځکه له ایران نه پاکستان ته دګازو لیږد کولای شي چې دپاکستان دتوسعې او پراخیتا په برخه کې مهمه پيښه وي .

په حقیقت کې دپاکستان له جوړیدواو رامنځته کېدو څخه دایران او پاکستان اړیکې مخ پروده او پراختیا دي او دتېرو شپېتو کلونوپه اوږدوکې دتهران او اسلام آباد ترمنځ ګڼ شمېر اقتصادي او سیاسي تړونونه شوي دي

له کوم شک پرته به له ایران څخه پاکستان ته دګازو دنل  لیکي لیږد دتهران او اسلام آباد د اقتصادي او سیاسي اړیکو بشپړونکئ وي .اوکولای شي داسې یوه فضا رامنځته کړي چې پاکستان دخپلو اړتیاوو دپوره کولو او دخپل بنسټېز وضیعت دښه والي په برخه کې ترې ګټه واخلي اوددې هېواد لپاره په یوه رسمي او عایداتي سرچینه بدل شي .

له دې پروژې سره دهند یوځای کېدل هم کیدای شي چې دپاکستان لپاره یوه دوه اړخیز فرصت وبلل شي خوپه هرصورت په داسې یوه بازارکې چې تریومیلیارد زیات وګړي پکې وي انرژي ته اړتیا نه انکاریدونکی امر دی چې  ددې انرژی ترټولو لاس رسئ لرونکې او ريښتیني تامینونکې دایران داسلامي جمهوریت دګازو منبع او سرچینه ده

Add new comment