حجاج په وړاندې د يوې زړۀ ورې ښځى پريكنده مناظره

حجاج بن يوسف ثقفـى د تاريخ يو ظـالم او جنايتكار واكمن ؤ د عبدالملك (پنځم اموى خليفه) لخوا د عراق والى (ګورنر) ؤ هغۀ ډير زيات سيدان او د اهلبيتو(عليهم السلام) مينه وال وژلى او له دى نه علاوه  د حضرت كميل (رض)، حضرت قنبر(رض) او حضرت سعد بن جبير(رض) په شان ستر شخصيتونه او د امام على عليه السلام ياران يې له تيغه تير كړى دى او دا ځكه چې د هغۀ له حضرت على عليه السلام سره سخته كينه وه.

يوه ورځ"حُره" نومى ميړنۍ او لائقه ښځه ( چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د رضاعى مور حضرت بى بى حليمى سعديې (رض) نمسۍ وه او د حليمى بى بى په لور ياديده او د حضرت امـام على عليه السلام پلوى وه ) ناڅاپه د حجاج دربار ته راننوته او د دواړو تـر منځ داسـى بحث وشو:

حجاج: تۀ د حليمى سعديې لور حره يې؟

حره: فراسه من غير مومن  "دا د يو بې ايمانه تن هوښيارى ده" (دا د كنايې خبره وه او مطلب يې داؤ چې هو زۀ حره يم، خو په دى وجه چې بى ايمانه سړى وپيژندم نودا ستا د هوښيارۍ دليل دی)

حجاج: ته خدای دلته راوستى او زما منګولو ته ئې راكړى اوريدلې مى دى چې ته على عليه السلام له ابوبكر، عمراو عثمان (رض) نه افضل ګڼې.

حره: په دى باب تاته دروغ ويل شوى دى زه امام على عليه السلام له دوى سره نه پرتله كوم؛ بلكى زه امام على دحضرت ادم ،حضرت نوح، حضرت لوط،حضرت ابراهيم،حضرت موسى، حضرت داود، حضرت سليمان ، او حضرت عيسى (عليهم السلام) غوندي انبياو نه افضل ګڼم.

حجاج: افسوس دې چې ته على عليه السلام نه يوازې دا چې په اصحابانو افضل ګڼى،بلكى په اتو پيغمبرانو (چې اولوالعزم هم  پكې دى) هم افضل ګڼى، كه دليل دی ونۀ وايۀ، نو سر به دې پرې كړم.

حره: دا زۀ نه يم چې امام علـى عليه السلام (له رسـول اكرم صلی الله عليه واله نه وروستو) لـه دغو انبياو نه افضل ګڼم؛ بلـكى خدای پـاك ورته افضليت وركړى دی.

قران مجيد د حضرت ادم عليه السلام په باره كى فرمائى: و عصى اّدم ربه فغوى. "ادم د خپل پروردګار نافرمانى وكړه او د هغه له اجرنه محروم شو (سوره طه121 ايت)
او د حضرت على عليه السلام (او د هغۀ د ميرمنې او زامنو) په باب فرمائى: و كان سعيكم مشكورا. "او ستاسو هڅه او لټون د قدرونى وړ دی" (سوره انسان22 ايت)

حجاج:ای حرې! افرين، اوس ووايه چې په څه دليل على عليه السلام له حضرت نوح عليه السلام او حضرت لوط عليه السلام نه افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك هغه افضل ګڼلي دی:

ضرب الله مثلاً للذين كفرو امرة نوح و امرة لوط كانتا تحت عبدين من عبادنا صالحين فخانتا هما فلم يغنيا عنهما من الله شيئاً و قيل ادخلا النار مع الداخلين.

"خدای كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه مثال وركړی هغوى زما د دوو صالحو بندګانو تر پالنى لاندې وې؛ خو هغوى ورسره خيانت وكړ او له دى پيغمبرانو سره د هغوى اړيكى (د خدای د عذاب په وړاندې)د هغوى حال ته ګټه نه رسوى اوهغو ته وويل شو: له اور ته ننووتونكيو سره يو ځای، اور ته ننوزى (سوره تحريم 10ايت)

خو د امام على عليه السلام ميرمن د رسول اكرم صلی الله عليه واله لور بى بى فاطمه (ع) ده، چې رسول الله صلی الله عليه واله فرمائئ: د هغې خوښه د خدای پاك خوښه ده او د هغى غصه د خدای پاك غصه ده .

حجاج: افرين حرې: خو اوس ووايه چې د پيغمبرانو په پلار حضرت ابراهيم عليه السلام باندې على عليه السلام په كوم دليل افضل ګڼى.

حره: خدای پاك په قران مجيد كى وفرمائى: چې ابراهيم عليه السلام عرض وكړ: رب ارنى كيف تحيى الموتى قال اولم تومن قال بلى و لكن ليطمئن قلبى.

"ای ربه! ماته وښيه چې مړى څنګه ژوندى كوې؟ خدای پاك وفرمايل:مګر ايمان دې ندی راوړی ابراهيم عليه السلام عرض وكړ، ولې نه خو غواړم زړۀ ته مې اطمينان حاصل شى." (سوره بقره260 ايت)

خو زما مولا على عليه السلام (د يقين په داسې درجه كى ؤ چې ) فرمائى: لو كشف الغطاء ما اددت يقينا. "كه پردې لرې شى؛ نو په يقين كى به مې زياتوالی ونه شى" داسې خبره نه چا مخكى كړى او نه به ئې بيا څوك وكړى.

حجاج: افرين ای حرى! ښه ده اوس راته دا ووايه چې له موسى "كليم الله"عليه السلام نه يې په ځه دليل على افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك د موسى عليه السلام په باب وفرمائى:

فخرج منها خائفا يترقب: "موسى په داسې حال كى چې (له فرعونيانونه) ويريدۀ او هرې پيښې ته منتظرؤ له ښاره بهر ووت"  (سوره قصص _21)

خو امام على عليه السلام (له مكى نه مدينې ته دخدای د ګران رسول د هجرت په واقعه كى له كور نه ګير چاپيره د دښمنانو د تورو په سيورىكى) د رسول اكرم په بستره كى ودۀ شو او له هيڅ چا ونه ويريد، ان تردى چې خدای پاك د هغه (د سرښندنى) په شان كى دا ايت په خپل خوږ پيغمبرصلی الله عليه واله نازل كړ: و من الناس من يشرى نفسه ابتغاء مرضات الله.

"ځينى د خدای د خوښى لپاره له ځانه تيريږى ( "سوره بقره _ 207)

حجاج:افرين ای حرې! ښه ده اوس دا ووايه چې په حضرت داؤد عليه السلام باندې على عليه السلام څنګه افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك د حضرت دؤاد عليه السلام په باب فرمائى:

يا داود انا جعلناك خليفه فى الارض فاحكم بين الناس بالحق و لا تتبع ا لهوى فيضلك عن سبيل الله.

"ای داوده! مونږ تۀ په ځمكه خپل خليفه (استازی) كړى د خلكو تر مينځ په حقه فيصله كوه او د نفس پيروى مه كوه، چې د خدای له لارې به دې واړوى" (سوره ص _ 26)

حجاج: د داود عليه السلام د قضاوت په باب توضيحات راكړه:
حره: دوه تنه وو چې يو  رمه لرله او بل ځمكه، رمه په كرونده ګډه شوه چې ټول فصل يې تباه كړ دواړه د فيصلى لپاره حضرت داود عليه السلام ته ورغلل حضرت داود عليه السلام وويل: پكار دى چې د څارويو خاوند خپلې ګډى خرڅې كړى او پيسې دې . زميندار ته وركړى چې په خپلى كروندى يې ولګوى.

د حضرت داود عليه السلام زوی حضرت سليمان عليه السلام پلار ته وويل: "ای پلاره! پكار دى چې د رمې وړۍ او پۍ واخيستل شى او زميندار ته وركړل شى (او په دى توګه د زميندار تاوان وركړل شى).

خداى پاك په قران مجيد كى وائى: ففهمناها سلميان"مونږ د هغې پيښې سمه فيصله سليمان ته وښوده" (سوره انبياء_ 79)

خو زمونږ مولا اميرالمومنين على عليه السلام فرمائى:

سلونى قبل ان تفقدونى...

"مخكى تردى چې له تاسو لاړ شم څه پوښتنه چې لرئ له مانه يې وكړئ" د هر هغه څيز تپوس وكړىْ چې تر عرش لاندې دی." حضرت على عليه السلام ته د خيبر جګړى د بريا په ورځ رسول اكرم صلی الله عليه واله وفرمايل:

افضلكم و اعلمكم و اقضاكم على. "على په تاسو كى تر ټولو افضل او پوه دی او له تاسو ټولو نه ښه قاضى دی"

حجاج: افرين حري! او په څه دليل حضرت على عليه السلام له حضرت سليمان عليه السلام نه افضل ګنې؟

حره: خدای پاك په قران مجيد كى د حضرت سليمان عليه السلام له قوله فرمائى:

رب اغفرلى وهب لى ملكا لا ينبغى لاحد من بعدى

ای پروردګاره! ما وبخښه او يو حكومت راكړه چې له ما وروسته د هيچا نه وى (سوره ص _ 35)

خو زمونږ مولا على عليه السلام د دنيا په باب فرمائى:

طلقتك يا دنيا ثلاثا لا حاجه لى فيك. "ای دنيا! تاته مې درې طلاقه دركړى او زما تاته د څه شى اړه نشته"

همدا وخت خدای پاك په خپل پاك رسول صلی الله عليه واله دا ايت نازل كړ:

تلك الدار الاخره نجعلها للذين لا يريدون علوا فى الارض و لا فساداً والعاقبه للمتقين.

"اخرت يوازى د هغوى لپاره دی چې په ځمكه د برترۍ او فساد اراده نه لرى او د متقيانو لپاره ښه عاقبت دی " (سوره قصص _ 83)

حجاج: افرين دې وى په تا ، خو اوس راته دا ووايه چې په څه دليل حضرت على عليه السلام له حضرت عيسى عليه السلام نه افضل دی؟

حره: خدای پاك فرمائى:

و اذ قال الله عيسى بن مريم ءانت قلت للناس اتخذونى و امى ا لهين من دون الله قال سبحانك ما يكون لى ان اقول ما ليس لى بحق ان كنت قلته فقد علمته تعلم ما فى نفسى و لا اعلم ما فى نفسك انك انت علام الغيوب ما قلت لهم الا ما امرتنى به .

"او ياد كړه هغه وخت چې خدای به (د قيامت پر ورځ) عيسى بن مريم ته ووائى:

ايا تا خلكو ته ويلى وو چې ما او مور مـې له خدايه بغير معبودان وګرځوئ؟ عيسى به ووائى: ته پاك او پاكـيزه يې زه حق نلرم چې داسې څه ووايم چې له ماسره نه ښائې، كه چـيرى داسې خبره مې كړى وى نو ته ښه پوهيږى، ته له هر څه نه خبر يې چې زما په روح او نفس كى دى او زۀ ستا له پـاك ذاته خـبر نه يم، ته لـه ټولو پټو رازونو خبريې ما هغوى ته يواحځى هغه څه ويلى چې تا يـې راته حكم راكړی دی

پدى ډول د حضرت عيسى عليه السلام د نمانځيوونكيو په باب فيصله او عذاب د قيامت ورځې ته وځنډيده؛ خو تر هغه چې د مولا على عليه السلام خبره ده نو هر كله چې "نصيريه فرقې" (د غاليانو ډله) حضرت على عليه السلام ته خدای وويل نو امام علـى عليه السلام هـغوى وژل او د هغوى عذابول يې تر قيامته ونه ځنډول.

حجاج: افرين ای حرى! چې په خپلى دعوې كى كاميابه شوې او كه نه نو سر مې دى پرى كاوۀ.

بيا حجاج حري ته انعام وركړ اوپه ښه بدرګى سره يې رخصت كړه

Add new comment