د انقلاب معظم لارښود وویل که څوک غواړي په ایران یو ځل بیا امریکا واکمنه کړي ملت به ېې ګریوان ونیسي

د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښودحضرت آیت الله خامنه ايي نن د هوايي فوځ د قوماندانانو او مسئولینو په ټول کې د تهران او واشنګټن د خبرو اترو موضوع ته په اشارې سره په منځنی ختیځ کې د امریکا سیاست ماتې خوړلئ وباله او زیاته ېې کړه  او امریکا د دې ماتې د جبران لپاره غواړي ځان بریالئ وښيي .

هغوی د خبرو اترو میز ته د ایران راکاږل د امریکایانو لپاره د اړتیا وړ دوسیه وبلله او زیاته ېې کړه هغوی نړیوالو ته وايي ښه نیت لرو خو چا د هغوی ښه نیت نه دئ لیدلئ .

د انقلاب معظم لارښود د خبرو اترو لپاره د امریکا څلور کاله وړاندې وړاندیز ته هم اشاره وکړه او په ډاګه ېې کړه هماغه وخت هم ټینګار وشو چې ایران وارمخکې قضاوت نه کوي خو په دې څلورو کلونو کې ایران له دسیسو، د ایران د ملت د پوهانو له ترور او  له فتنو ګرانو او ترهګرو د دوښمنانو له ملاتړ پرته بل څه ونه لیدل .

هغوی زیاته کړه خبرې اترې هغه وخت معنی پيدا کوي چې دواړه لوري په برابرو شرایطو په ښه نیت او له چل او فریب پرته خبرې اترې وکړي نو له همدې امله ،خبرې اترې د خبرو اترو لپاره ،په تکتیکي ډول خبرې اترې او په نړۍ د خپل ځواک د منلو لپاره خبرې اترې یو له چل ولونو ډک  حرکت دئ .

د انقلاب معظم لارښود امریکایانو ته په خطاب کې وویل د ایران د ملت په وړاندې مو وسلې ته لاس کړئ او بیا وائئ یا خبرې اترې یا ډزې کوو باید په دې پوه شئ چې خبرې اترې او فشار یو له بل سره نه جوړیږي او د ایران ملت به له دې شیانو ونه ویریږي .

هغوی د ایران د ملت هوښیارۍ او د مقابل اړخ له چل ولونو ډکو حرکتونو ته په اشارې سره ټينګار وکړ د ایران بصیر ،عزیز او له استقامت ډک ملت به د سلواغې په ۲۲مه متحد او یو لاس ډګر ته راووزي او په ملي او انقلابي حرکت کې به یو ځل بیا له اسلامي نظام او دولت د خلکو بیلولو لپاره  د دوښمن دسیسه ناکامه کړي .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز د تیرو ۳۴ کلونو په پرتله د ایران د ملت اوسنۍځایګاه ته په اشارې سره څرګنده کړه د ایران ملت نورو ملتونو ته ورزده کړي چې کولای شي په مقامت د پردیو په وړاندې ودریږي او په خدای ج په توکل سره خپلواک مخکښ او سرلوړي حرکت ته دوام ورکړي .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود بصیرت او ویښتیا د پردیو په وړاندې د مقابلې رمز وباله او ټينګار ېې وکړ خلک په بصیرت او عمومي هوښیارۍ په هر حرکت کې د امریکایانو او صهیونیستانو لاسونه درک کوي او په خپل دریځ او کړچار کې نه تیروزي چې دا واقعیت زموږ لویه ملي ښیګڼه ده .

Add new comment